شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهداعش طالبان په دې وغندل چې له دوی څخه شیعه ګان ساتي

داعش طالبان په دې وغندل چې له دوی څخه شیعه ګان ساتي

تاند (یکشنبه، د جوزا ۶مه) داعش ډلې، چې ځان د اسلامي دولت بولي، یوه ویډیو خپره کړې او په هغې کې یې له ایران سره د طالبانو د اړیکو د غندلو ترڅنګ، د افغانستان پر واکمنې ادارې په دې خاطر نیوکې کړي چې د دوی د حملو په وړاندې شیعه ګان ساتي او له بلې خوا له ایران سره همکاري کوي.

داعش په دې ۵۴ دقیقه يي ویدیو کې د طالبانو له خوا د ایران د ولسمشر ابراهیم رييسي پر مړینې له تهران سره د خواخوږي او خواشیني څرګندول غندلي دي.

طالبان وايي چې په افغانستان کې یې داعش ډله ځپلې ده. خو دې ډلې په بلخ او بدخشان کې څو مهم طالب مشران ترور کړل او په ځلونو یې پر شیعه ګانو بریدونه کړي دي.

تېره ورځ د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه پیغام کې ویلي وو، چې داعش په افغانستان کې د امریکا د حضور پر مهال رامنځته شوې وه او په افغانستان کې د اشغال له پای ته رسېدو سره د اسلامي امارت د امنیتي ځواکونو له خوا داعش له منځه وړل شوې او ځپل شوې ده.

خو لوېدیځوال او د سیمې یو شمېر هیوادونه لا هم نه تاییدوي چې د داعش ګواښ دې ختم شوی وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب