جمعه, دسمبر 12, 2025
Homeخبرونهد کابل - کندهار په لویه لاره کې ترافیکي پېښې نژدې ۴۰...

د کابل – کندهار په لویه لاره کې ترافیکي پېښې نژدې ۴۰ تنه ژوبل او مړه کړل

تاند (یکشنبه، د جوزا ۶ مه) د زابل ولایت چارواکي وايي، تېره شپه د کابل – کندهار پر لویه لار د یوه بس د چپه کېدو له امله د یوې مېرمنې په ګډون دوه تنه مړه شوي او ۳۷ نور ټپیان دي.

د زابل د عامې روغتيا رييس ميرويس افغان وويل چې دا پېښه د شهرصفا ولسوالۍ په کاريزګي سيمه کې شوې ده.

په ټپيانو کې ٢٦ نارينه او ١١ ښځې شاملې دي چې د درملنې لپاره د ولسوالۍ روغتون ته وړل شوي دي.

په افغانستان کې په نسبي ډول ترافیکي پېښې ډېرې کېږي او لوی دلیل یې د لارو د خرابوالي ترځنګ د موټرجلوونکو بې احتیاطي بلل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...