Homeخبرونهسیل په بدخشان کې د یوې کورنۍ ۱۰ غړي مړه کړي

سیل په بدخشان کې د یوې کورنۍ ۱۰ غړي مړه کړي

تاند (یکشنبه، د حوزا ۶ مه) د بدخشان ولايت له طبيعي پېښو سره د مبارزې رياست نن  (يکشنبې د جوزا په شپږمه) اعلان وکړ چې په فيض اباد کې د تېرې شپې د سېل له امله د يوې کورنۍ لس غړي مړه شوي دي.

دا اداره وايي، چې د کوکچې له سینده یوازې د یوه تن مړی موندل شوی دی.

په بدخشان کې د طالبانو د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رئیس محمد اکرم اکبري وايي، د نهو نورو جسدونو د موندلو هڅې روانې دي.

د راپورونو له مخې، په بدخشان کې سېلونو ډېر مالي زیانونه هم اړولي دي.

د تلفاتو د زیاتیدو احتمال شته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...