لومړۍ چاپي رسنۍ په چین کې رامنځته شوې ده. چینایانو په لومړي ځل د چاپ ماشین رامنځته کړ او په نهمه میلادي پېړۍ(۸۶۸م) کې یې کتاب چاپ کړ. درباري جریده (court Gazette) یې هم چاپ کړه. له دوی څخه وروسته اروپایانو هم د رسنیو پرمختګ ته پاملرنه وکړه په پنځلسمه میلادي کې یې ورو ورو وده وکړه. په (۱۷۰۲م) کې په لندن کې د انګریزي ژبې ورځپاڼه چاپ شوه. له دې وروسته دا لړۍ نورو هېوادونو ته هم وغځېده، چې په نولسمه پېړۍ ( ۱۸۶۸ م ) کې افغانستان کې هم رسنۍ (شمس النهار) رامنځته شوه او پښتو ژب یې پر پاڼه را ښکاره شوه. همدا مهال مطبعه هم افغانستان ته راړړل شوه. د سراج الاخبار جریده په ۱۹۰۶ م د جنورۍ په ۱۱ مه چاپ شوه. د دې جریدې مسول مدیر مولوي عبدالروف خان کندهاری و. لیکنې یې زیاتره د استعمار پر ضد وې (سیدي، ۱۳۹۸،ص،۳۰۸). دې رسنیو د پښتو ژبې په پرمختګ او په ځانګړي توګه د سراج الاخبار د معاصر ادب د پرمختګ او غوړېدا په اړه ځانګړی رول لوبولی دی.
د رسنۍ کلمه په پښتو او پارسي کې نوې ده .د خبرو رسونو په معنا ده. د یوکس یا یوې ډلې د لید لوري د پیغامونو رسونه کوي. رسنۍ د ټکنالوژي وسایلو پر مټ خپلو مخاطبینو ته معلومات او نور پیغامونه د یوې سیمې، هېواد او د نړۍ په کچه رسوي. د ژورنالیزم یو شمېر متخصصین په دې باور دي، چې د رسنۍ کلمه نن ټولو کانالونو او پلټفورمونو ته اشاره کوي، چې (محتوا) موږ ته راکوي هغه شرکتونه چې هغه اداره کوي. د انټر نېټ نه مخکې هم ځینې سېستمونه موجود و، چې له یو کمپیوټر څخه به یې معلومات بل ته لېږدول؛ مګر د اڼټرنېټ په راتګ سره دا فعالیت چټک شو. د شلمې پېړۍ تر پایه پورې لویونړۍ والو ورځپاڼو، د راډیو او تلویزیوني شبکو د لارې خلکو ته د معلوماتو د لېږدولو لړۍ پیل شوه.
یوویشتمه پېړۍ د تخنیکي وسایلو د راتګ عصر دی. پخوانۍ هيڅ پېړۍ د تخنیکي وسایلو د پرمختګ له پلوه دې عصر سره سیالي نه شي کولای. د انټرنېټ په راتګ سره د رسنیو په ډولونو، فعالیتونو او نورو خدماتو کې هم بدلون رامنځته شو. انلاین رسنۍ هم را وټوکېدلې. انلاین د انګریزي ژبې دوه توري چې (په کرښه یا مزي) معنا لري. دغه اصطلاح د شلمې پېړۍ په وروستۍ لسیزه کې تر غوږو شوه. په (۱۹۹۲م) کې د شیکاګو انلاین ورځپاڼه خپره شوه(همت، ۱۳۹۹، ص،۱۷۳).
انلاین رسنۍ د اڼټرنټ د لارې خپرونې کوې. معلومات، انځورونه، ویډیوګانې او نور بېلابېل موضوعات وړاندې کوي. په انلاین رسنیو کې لیدونکی یا اوریدونکی اړ نه دي، چې د انلاین رسنۍ هر څه واوري یا یې وګوري؛ بلکې د انتخاب حق ده ته ورکړل شوی دی.
انلاین رسنیو بله ښه ځانګړنه دا ده، چې لوستونکی او اوریدونکی هر مهال کولای شي، چې د خپلې خوښې موضوع واوري او وویني. د انلاین رسنۍ لوستونکی یا اوریدونکی اړ دی، چې له انټرنېټ څخه استفاده وکړي.
د انلاین رسنیو مواد کولای شي د ادبیاتو د متونو او نورو برخو کې اساسي رول ولوبوي. انلاین رسنۍ له متن څخه لوستونکی او او رېدونکی هر مهال ګټه پورته کولای شي.
د معلوماتو په اساس په(۱۹۹۲ م) کې لومړنۍ انلاین ورخپاڼه په شیګاګو کې جوړه شوه. له هغې وروسته په انلاین رسنیو کې هم انقلاب رامنځته شو. بېلابېلې بڼې رامنځته شوې، چې له یو بل سره په تخنیکي، شکلیز او منځپانګیز لحاظ یې جوړښتونو او خپرونو هم توپیر درلوده.
د« Merriam Webster» ډیکشنري له مخې ټولنیزې رسنۍ عبارت دي: ټولنیزه رسنۍ د بریښنايي مفاهیمو یو شکل دی، کاروونکي په انلاین توګه ټولنې (ګروپ) جوړه وي خپل معلومات ، نظرونه او نور مضمامین یو له بل سره شریکوي. یا ټولنیزه رسنۍ یوه ډیجیټلي اله ده چې کاروونکي يې کولای شي په چټک ډول بېلابېل معلومات د یوبل یا عامو سره شریک کړي.
انلاین یا ټولنیزې شبکې یا رسنۍ اوسمهال په لګسونه ډولونه لري. د نمونې په توګه، وېبپاڼې، فیسبوک (Facebook )، واتس اپ (Whats App)، فیسبوک، مسینجر(Messenger Facebook)، انسټاګرام (Instagram)، ټېلېګرام (Telegram)، ټویټر( Twitter)، یوټوب (YouTube)، سنپ چټ (Snapchat ) …
په دې ټولو رسنیو کې چې د انفرادي مواردو اخوا نور علمي او ټولنیز معلوماتو په ښه بڼه د انلاین رسنیو کارکونکو ته وړاندې کوي هغه فیسبوک دی. ډیری مینه وال هم لري او د کارونکو شمېر یې هم زیات دی. زما په اند د نورو شبکو په پرتله د معلوماتو او ارتباطاتو لویه غېږه لري. د یو شمېر سروې ګانو په اساس، چې په ۲۰۲۰م کې تر سره شوې وې. د نړۍ ۷.۷۵ بېلونه نفوس څخه ۵.۱۹ بیلونه ځیرک تلیفونونو ته لاس رسی لري. ۴.۵۴بېلونه اڼترنټ ته لاس رسی لري. ۳.۸۰ بیلونه یې ټولنیزو رسنیو کې فعال حسابونه لري. دا شمېره هر کال مخ په ډېرېدو ده.
د انلاین رسنیو بېلابېلو بڼو پر پښتو ادب هم اغېزه وکړه؛ ځکه پښتو ادب د هرې بڼې منځ ته ولوېده. د همغې پلټفورم په تنه کې څرګند د لوستونکو مخ ته ودرېده. هغوی هم خپل نظرونه پرې وړاندې کړل. په دې اساس ویلای شو، چې انلاین کره کتنه دانلاین رسنیو تر سیوري لاندې پر مخ ځي. که انلاین رسنۍ نه وي؛ نو انلاین کره کتنه هم نشته ده.
انلاین رسنیو د پښتو ادب په پرمختګ او غنامندۍ کې اساسي رول ولوبوه. ادبیات یې له کتابونو څخه د انټرنېټ څپو ته داخل کړل. ادبیات یې تلپاتې کړل. د ادبیاتو پیغام ساحه یې پراخه کړه. د ادبیاتو د لوستونکو شمېر یې زیات کړ. د خپلو فعالیتونو په اساس یې نور خلک هم هڅول شوې، چې د شعر او نثري ټوټو لیکلو ته دوام ورکړي. د یو صیقل شوي ادب له پاره یې خپله غېږه خلاصه پرېښوې وه، تر څو ادبپوهان د یو ښه شعر یا نثر په اړه خپل نظرونه وړاندې کړي. یو ادبي متن بار بار ایډیت او ښکلی شي.
د انټرنیټي رسنیو د ارزښت په اړه پوهاند محمد اسمعیل یون په خپل اثر کې لیکي: (( په انټرنېټي رسنیو کې داسې وېبپاڼې شته دي چې ورځیني کاروونکي یا لوستونکي یې هره ورځ تر یولک کسانوهم اوړي. دا د دې معنا ورکوي، چې د دې رسنیو اغېز څو ځله تر چاپي هغو زیات دی او همدارنګه تر اورېدنیو او لېدنیو، اوس چې موږ افغانۍ کتنۍ رسنۍ ګورو، نو یو زیات شمېر وېبپاڼې یې ادبي برخه لري. نه یوازې ادبي برخه لري؛ بلکې داسې وېبپاڼې هم شته چې ټولې له یوې مخې ادبي او کلتوري مطالب خپروي. په ځینو نورو کې بیا یوه درنه یا وړه برخه ادبي ده . داسې وېبپانې هم شته دي چې په خپلو ادبي خپرونو سر بېره له هغو ځانګړو شخصي ویبلاګونو څخه هم مطالب را اخلي او خپروې چې هغه اکثرو ادبي مسایلو ته وقف شوې وي. لومړی هغه وېبپاڼې، چې یا یې ټولې لیکنې ادبي دي او یا یې ادبي لیکنې اکثره برخه جوړوي. په دې کې دغه وېبپانې شاملې دي. طنزونه، افغانستان، زیارټکی نېت، ستوری، پسرلی، لیکوال، افغان ادبي بهیر، داستانونه، افغان کلتور، استاد ګل پاچا الفت او نورې)) (یون، ۱۳۸۷،ص،۱۹۳).
زموږ په ټولنه کې هم انلاین رسنۍ نوې وې. د استعمال سره یې هم په لومړیو کې ګڼ شمېر کسان نابلد وو. اوسمهال ورخ تر بلې هر کور ته د انلاین رسنیو څپې رسېدلي دي. د کارونکو شمېر یې هم زیات شوی دی. د ګټو تر څنګ زیان هم لري. د کارونې په اړه یې تړاو لري، چې له دوی څخه څه ډول استفاده وشي. همداسې د ادبیاتو په تړاو هم یې مثبت رول ادا کړی او هم منفي.
د انلاین رسنیو ستره ځانګړنه دا ده، چې لوستونکی هم د ځینو مسایلو په برخه کې د انتخاب حق لري. په همدې اساس ځینو کسانو د انلاین رسنیو څخه د ځان په ګته کار اخیستی دی. د ادبیاتو ماهیت ته یې هم زیان اړولی دی او د ادبیاتو د ایجاد مخه یې هم نېولې ده. د دې تر څنګ د انلاین کره کتنې ارزښت یې هم د د اثارو د پنځونکو له ستروګو پناه کړی دی. نور بیا…