دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهافغانستان سره پر سوداګرۍ د پاکستان نوي قیودات

افغانستان سره پر سوداګرۍ د پاکستان نوي قیودات

تاند (یکشنبه، د جوزا ۵ مه) پاکستاني چارواکو له افغانستان سره د سوداګرۍ د ننګولو په دوام، دا ځل پرېکړه کړې چې د دغه هېواد او افغانستان تر منځ تګ راتګ کوونکې سوداګریزې لارۍ باید پر ټاکل شویو مسیرونو تګ راتګ او د دې تګ راتګ لپاره وار د مخه اجازه لیک ولري.

پاکستان په مشخص ډول د کوټې او پېښور لارې د دغې سوداګرۍ لپاره اعلان کړي او په دې ډول یې له نورو مسیرونو سوداګري منع کړې ده.

پاکستان بیا- بیا په بېلابېلو بڼو افغانستان سره سوداګري ننګولې او شوې هوکړې یې نقض کړي، چې نیوکو سره مخ شوی.

افغان سوداګر وایي، چې دغه هېواد هم د جمهوري نظام پر مهال او هم د طالبانو په اوسنۍ واکمنۍ کې سوداګریز اصول نقضوي او دوی ته درانه زیانونه اړوي.

دوی له واکمن رژیم څخه غوښتي، چې پاکستان سره د سلیقوي چلندونو د پای ته رسولو په اړه جدي او په لوړه کچه خبرې وکړي.

پاکستاني چارواکو نه دي ویلي، چې ولې یې بیا افغان سوداګرۍ ته د مزاحمت پرېکړې کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب