جمعه, اکتوبر 18, 2024
Homeخبرونهجبري ودونه، په کم عمر د ماشوم زیږونې او د میندو مړینې...

جبري ودونه، په کم عمر د ماشوم زیږونې او د میندو مړینې ډیري شوي

تاند (یکشنبه، د جوزا ۶ مه) ملګرو ملتونو په خپل تازه راپور کې د نجونو پر زده کړو د بندیزونو ویجاړونکې پایلې څېړلې او څرګنده کړې یې ده، چې دې بندیزونو او نورو محدودیتونو په افغانستان کې د ښځو او نجونو د ژوند ټول اړخونه اغېزمن کړي دي.

دغه راپور چې د سې شنبې په ورځ د می په ۲۵مه د ملګرو ملتونو د ښځو په وېبپاڼه کې خپور شو، ښيي چې د ښځو او نجونو پر ازادۍ د محدودیتونو له لګولو او په ځانګړې ډول د نجونو پر زده کړو د بندیز له لګولو وروسته،اجباري ودونه ۲۵ سلنه زیات شوي دي.

د کم عمره نجونو په منځ کې د زیږون کچه ۴۵ سلنه لوړه شوې او د افغان نجونو او ښځو په منځ کې د میندو د مړینې خطر لږ تر لږه ۵۰ سلنه زیات شوی دی.

د یادونې وړ ده چې دغه راپور له ۲۰۲۲ څخه تر ۲۰۲۴ کلونو پورې له ۷۰۰ ښځو سره د مشورو او بحثونو پر بنسټ جوړ شوی او د مهاجرت نړیوال سازمان او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یوناما) په ګډون په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د نورو فعالو ادارو په همکارۍ چمتو شوی دی.

په همدې حال کې، د ملګرو ملتونو د چارواکو په وینا، په افغانستان کې ۱.۴ میلیونه ښځې او نجونې د زده کړو له دوام څخه بې برخې دي او هغه پالیسي چې د دې محرومیت لامل شوې، نه جبرانېدونکي پایلې لري.

په افغانستان کې د ښځو پر حقونو محدودیتونه د هغوی د ژوند ټولې برخې رانغاړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب