شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهکندهار کې د انارګل کلنۍ مشاعره وشوه

کندهار کې د انارګل کلنۍ مشاعره وشوه

تاند (یکشنبه، د جوزا ۵ مه) په کندهار کې د انارګل دودیزه کلنۍ مشاعره د طالب چارواکو له سیاسي ویناوو او طالب شاعرانو په شعرونو ترسره شوه.

دې مشاعرې ته د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ملا خیرالله خیرخواه، د دوی عمومي ویاند ذبیح الله مجاهد، د کندهار ځایي طالب چارواکو ویناوې او لسګونه طالب شاعرانو خپل شعرونه واورول.

طالبانو په یوه اعلامیه کې ادعا کړې، چې تر ۲۰ زرو کسانو په دې مشاعره کې ګډون کړی و.

د مشاعرې یو شمېر ګډونوالو هم په دې مشاعره کې د پراخو ګډونوالو د موجودیت خبر ورکړی، خو ویلي چې شمېر تر دې حده نه و او ورغلو خلکو سره هم د امنیتي تدابیرو په نوم د طالبانو چلند نا مناسب و.

د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره، د دودیزو مشاعرو لړۍ پراخه او د ګډونوالو شمېر یې زیات شوی، خو ورسره ترې د طالبانو لخوا شعاري او سیاسي استفاده تر نیوکو لاندې راغلې ده.

ځایي شاعرانو ویلي، چې فرهنګي او ادبي پروګرامونه هم طالبانو انحصار کړي او غیر طالب فرهنګیانو ته پکې ونډه نه ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب