خبریاله: ډيوه شینوارې
افغان میرمنې وایي په افغانستان کې لا هم تفریحي ځایونو، پارکونو او میله ځایونو ته د ښځينه وو په تګ کلک بندیز دی.
د طالبانو له بیا واکمنیدو سره له ښونځیو او پوهنتونونو نیولې بیا تر سینګار ځاینو او تفریحي پارکونو پورې پر ښخو راز راز بندیزونه لګول شوي دي.
د طالبانو ویندویانو په لومړیو کې د ښځو په اړه د کلکو بندیزو خبره موقتې کوله او ویل یې چې حل لاره به ورته ومومي ولې د څو کلونو په تیریدو ښځې له پارکونو هم منع شوې.
جمعې په ورځ د کابل اوسیدونکې سایره د کابل ژوبڼ ته راغلې وه خو د ژوبڼ مسولینو ورته ووبل چې حکومت اجازه نه ورکوي چې ښځينه ژوبڼ ته داخل شي.
نوموړې له تاند سره په خبرو کې وویل: «عجبه ده، ښځو ته اجازه شته چې په سرکونو خیر ټول کړي، په کراچۍ سبزي وپلوري او مړۍ ډوډۍ پسې کور په کور وګرځي مګر د دې اجازه نشته چې د ذهني سکون له پاره یو پارک ته لاړه شي.»
یوازې سایره نه وه چې د جمعې په رخصتۍ کې د کابل د ژوبڼ نندارې ته راغلې وه بلکې سلګونه میرمنې راغلې چې له اکثرو سره د کورنیو نارینه هم وو.
سید یوسف د کابل یو بل اوسیدونکی وو چې له خپلې کورنۍ سره د کابل ژوبڼ ته راغلی وو، نوموړي تاند ته وویل: «ښځې ټول عمر په کورنو کې ناستې وي، د دوی د تفریح له پاره ښه ده چې پارکونو او میله ځایونو ته کله نا کله بوتلل شي، ځکه دا کار د دوی په رواني حالت ښه اغیز کوي، پکار ده چې حکومت ورته کومه طرحه برابره کړي.»
یوسف زیاتوي، که حکومت د محرم لرونکو نارینه وو ته اجاره ورکړي نو په دې سره به ستونزه هم یو څه کمه شي او عاید به هم حکومت ته لاړ شي.
تر دې وړاندې طالبانو پر رسنیو، مدني فعالانو او عامو مېرمنو بېلابېل بندیزونه لګولي، چې پر کور دننه او نړیوالې ټولنې له بېلابېلو غبرګونونو سره مخامخ شوي دي.
نړیوالې ټولنې افغانستان کې د طالبانو له حکومت په کراتو غوښتي دي چې د نجونو پر مخ دې د ښوونځیو دروازو پرانستلو سربېره لګول شوي بندیزونه پای ته ورسوي.
د بشري حقونو فعالان هم پر طالبانو نیوکه کوي، چې د دغې ډلې سختو بندیزونو افغانان په ځانګړي ډول مېرمنې او ځوانان له ستونزو سره مخامخ کړي دي.