Homeخبرونهپه یوه میاشت کې پر ۷۰ تنو د طالبانو لخوا د...

په یوه میاشت کې پر ۷۰ تنو د طالبانو لخوا د « شرعي حدودو» تطبیق

تاند (یکشنبه، د جوزا ۵ مه) د افغانستان د سترې محکمې لپاره د طالبانو د رژیم ویاند عبدالرحیم راشد وایي، چې په وروستۍ تېره یوه میاشت کې دوی پر ۷۰ تنو د افغانستان په ۲۰ ولایتونو کې « شرعي حدود» تطبیق کړي دي.

هغه د دغو کسانو او ور باندې لګول شویو تورونو په اړه له زیاتو جزیاتو پرته ویلي، چې دا سزاګانې په کابل او ولایتونو کې تطبیق شوې دي.

د طالبانو دا ډول سزاګانې د دوی د پلویانو له هرکلي، خو د منتقدانو او د بشري حقونو د نړیوالو سازمانونو توندو مخالفتونو سره مخ شوي.

نیوکه دا ده، چې طالبان ځان « بشپړ او سوچه اسلامي نظام» ګڼي، خو د واک له انحصار او خپلو ملایانو ته د ټولو چارو له سپارلو سره یې د پراخ شوي اقتصادي او بشري ناورین پر وړاندې د مقابلې د ممکنه اقداماتو مخنیوی کړی؛ هغه څه چې د طالبانو د مخالفانو په باور، د « شرعي حدودو» د تطبیق له مدعي رژیم سره نه ښایي او دا ډول رژیم باید د خلکو د نس او ټولو نورو اړتیاوو د پوره کولو ظرفیت او تعهد ولري.

طالب چارواکي د دا ډول سزاګانو عملي کول د جرمونو د مخنیوي او ثبات حاکمولو لپاره اړین ګڼي، خو نړیوال بشري سازمانونه بیا داسې کړنو ته د « صحرایي محکمو او بشر ضدو کړنو» نوم ورکوي.

د تورنو قاتلانو قصاص، د اخلاقي او نورو جرمونو د تورنو پر وړاندې د درو او نورو سزاوو عملي کول د طالبانو لخوا د « شرعي حدودو» د تطبیق په نوم د کړنو عمده برخې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...