شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهمجاهد وايي، د طالبانو له واک ته رسیدو سره داعش ختم شوی

مجاهد وايي، د طالبانو له واک ته رسیدو سره داعش ختم شوی

تاند (شنبه، د جوزا ۵مه)د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د امریکا د ولسمشر جوبایډن د څرګندونو په غبرګون کې ټینګار وکړ: افغانستان د نیواکګرو امپراتوریو هدیره ده او حتی د تاریخ په اوږدو کې دسیسې هم نه دي توانیدلې چې د افغانستان متحد ملت سره بیل کړي.

هغه زیاته کړه: د داعش ترهګره ډله په افغانستان کې د امریکا د شتون په وخت کې رامینځته شوه او په افغانستان کې د نیواک په ختمیدو سره داعش د اسلامی امارت د امنیتي ځواکونو په هلوځلو سره له مینځه یووړل شو.

تر دې مخکې د امریکا ولسمشر له خپل کینیايي سیال سره په یوه خبري کنفرانس کې په ضمني ډول په افغانستان کې ماتې ومنله او ویې ویل چې افغانستان د امپراتوریو هدیره ده.

بایډن وویل چې د داعش د کنټرولولو  لپاره د افغانستان له نیولو پرته  اشغال پرته نورې لارې هم شته.

که څه هم داعش له ډیرو کلونو راهیسي په افغانستان کې کومه سیمه په کنټرول کې نه لري او نه هم داسي کومه سیمه شته چې وویل شي داعش هلته خضور لري، خو دا ډله د پخوا په شان خال خال انتحاري او بمي بریدونه کوي او عموماً عام ولس په نښه کوي،

لویدیځې رسنۍ وايي چې د داعش مشر په بلوچستان ایالت کې دی.

1 COMMENT

  1. زه تازه د افغانستان د سفر نه راغلم، هلته نه قانون شته، نه حکومت شته، نه په طالب مشرانو کې اسلام شته. د امنیت خبره چې دوی کوي سمه ده ځکه امنیت پخوا همدوی خراب کړی ؤ او اوس ځکه ښه دی چې دوی واکدار دي. خلک د مړو په څیر دي، هیڅوک خوشحاله ندي، کار روزګار او سکون نشته بس د مجاهدو دوره رایاده شوه طالبان دي لنډکروزرې او باډیګادان دي د هر لوی خپل حکومت دی. چور تالان په ذیرمو شروع سرمایه بهر ته روانه ده. رشوت داسې اخلي لکه حق یې چې وي. زما د کرزي ددور تذکره یې چې د سند لپاره مې پکار وه ونه منله پاسپورت مې هم پرې اخستی و ترجمه هم شوې او وزارت خارجه تاید کړې هم وه خو ویل یې مشکل لري او الکترونیکي یې راته په دوه سوه ډالر جوړه کړه مجبور وم. دا خلک د کم وخت لپاره راوستل شوي مرام چې د راوستونکي پوره شو لرې به یې کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب