شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهانس حقاني: د بایدن اعتراف زموږ د تاریخ ویاړمنه برخه ده

انس حقاني: د بایدن اعتراف زموږ د تاریخ ویاړمنه برخه ده

تاند (شنبه،د جوزا ۴ مه) د کورنیو چارو د وزیر ورور او د طالبانو د حکومت یوه جګپوړی غړي، د امریکا د ولسمشر جو بایډن پر ځرګندونو غبرګون وښود چې افغانستان د امپراتوریو هدیره ده.

ده ویلي چې افغانستان په حقیقت کې د «اشغالګرو امپراتوریو» هدیره ده او د جوبایډن اعتراف زموږ د « ویاړلي تاریخ» برخه ده.

حقاني د امریکا د ولسمشر د څرګندونو نورو برخو ته په اشارې وویل چې د بایډن دا نظر چې افغانان متحد نه دي، ناسم دي.

له بایډن څخه پرون د کینیا له ولسمشر سره په یوه ګډه خبري غونډه کې د یو خبریال پوښتنه وکړه چې امریکا له افغانستانه خپل ځواکونه وایستل خو اوس کینیا هڅوي چې یوه لېرې پراته هېواد هیټي ته خپل ځواکونه واستوي، واشنګټن ولې دغه ډول دوه ګونی چلند کوي؟

ذه په ځواب کې وویل: “افغانستان د امپراتوریو په هدیره مشهور دی. لومړی دا چې د دې امکان چې څوک دې افغانستان متحد کړي خورا، خورا، خورا لږ دی؛ دوهمه خبره دا ده چې د اسلامي دولت ډلې (داعش) د کنترول لپاره د افغانستان له اشغال پرته نورې لارې هم شته، دا یوه بې‌ځایه اړتیا وه.”

د امریکا ولسمشر توضیح ورنه کړه چې له بهره څرنګه په افغانستان کې د داعش مخه نیولی شي.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو د وزیر سراج الدین حقاني ورور انس حقاني د ۲۰۱۴ کال د اکټوبر په ۱۲مه په بحرین کې د امریکايي استخباراتو له خوا ونیول شو او بیا متحده عربي اماراتو ته د افغانستان ملي امنیت ته وسپاره.

15 COMMENTS

  1. دې نوم ته به ځکه خوشال وو چې خلک مو ټول په خېټو ماړه دي هیڅوک له فقر سره ندي او نه هم اقتصادي ستونزي لري. دا امپراتورۍ غیر انګلس څخه نورې مونږ ندي ماتې کړي بلکه په مونږ یې ماتې کړیدي حقاني صاحب د تاریخ بډايه برخه به هغه وي چې ملت له ستونزو نه کړیږي.

  2. د اسلام د نوم نه استفاده کونکیه د جلال زویه ستا دې قسم وي چې ته او ستا ورور د امریکا جاسوسان نه یاست؟ تاسو تر اوسه په میرانشاه کې امریکا د خپل ډرون په ذریعه نه د ساتنې له امله نه څارلئ؟ تاسو د امریکا په چپ داره موټرو کې نه ګرځیدلئ؟ ستاسو مرګ خو امریکا ته ډیر ساده ؤ، بدرالدین مو خپله په امریکایانو مړ نکړ؟ تاسو عربان د امریکا لپاره نه په نښه کول او امریکا په ډرون وژل. کینۍ د اسلام په نوم د اسلام دښمنانو.

  3. وایی چې یوڅوک چا په کلی کې نه پرېښود خو ده ویل چې کوټی مې دخان کره وتړه.
    اعتراف کو نه کومه سیاسی مؤ لفه نه ده !
    بایدن غیر مسولانه، غیر اګاهانه او له واقعیت لیرې ګپ ولی چې روانی تکلیف دی مګر په کانګرس زه اشرف غنی ته تالار کې په چکچکو ولاړوم.
    مګر ما یوه مصنوعی اداره باندی شل کاله افغانستان له تباهیو سره مخ کړ دروغجن دې دروغ وایی خو په شرع دې روغ وایی!
    انس حقانی هم په اټکل غونډاری ویشتی
    دوه مختلف متغیر نه سره یوځای کیږی.

  4. مبارک مو شه، امپراطوری مو ماتي کړي خو دا هم ووایاست چې په کوم قیمت ؟ ددې وطن ا څومره اصیل بچیان مو تر تیغ وکښل؟ څومره افغاني میندې مو بوري ، وراري او کوڼډې کړي ؟ څومره ځوانان ستاسو دلاسه د سمندرونو د کبانو خوراک شوه ؟ ښه تر دې به هم را تیرشو تا سو په د ې دریو کلونو کې څو پوهنتونو جوړ کړي ، څومره خیریه مو سیسي مو پرانیستلي او څومره فابریکې مو پرانیستلي ؟؟/ ملت د لوږی مري ستاسو لویه لاس ته راوړنه د دریو او څلورو ښځو سره نکاح ده .

    • ثریا خورې! دوۍ سي دومره لویې امپراطورۍ کوڼډ کپر کړې نو څنګه لنګ وهلی پنجابی نسي ماتولای سي هر ورځ بمونه زموږ په کلیو او باڼډو غورځوي ؟د انس پلار جلاالدین لعین کباړي د پکتیا قل اردو سره د خوست له فرقې ټوله پنجاب ته کباړ کړه. ایا دغه خبیث حرامي شرم نه لري سي پخپله یې په پنجاب کې په وینو جوړ کړي بزنسونه ودان کړي ؟ دغه مرتدان هیڅ وجدان او ضمیر نه لري. 😡

  5. موږ څوک مات کړي نه دي، بلکې موږ يې ښه ځپلي او ښه ټکولي يو. تل نورو وسلې او کارتوس راکړي او پخپلو کې يې په يو او بل نوم جنګولي يو. که موږ څوک مات کړی وای، نو دا به مو حال نه وای. همدا اوس همدې بايډن د خليلزاد په لاس باجوه ته په لاس ورکړي يو او باجوه امارت واک ته ورسولو چې نن يې واکمني ده.

    https://www.youtube.com/watch?v=x1hxZdflMt4&t=59s
    د افراسياب ختک زبردسته وينا

    له موږ خو زموږ ګاونډيان هم ډېر هوښيار دي چې له هرې لوبې سره يې ځان عيار کړ او خپل ځانونه يې وساتل او موږ يې وځپلو. موږ خو د امريکا او نورو د ماتولو خبره خو څه کوې چې ان له پنجابه ځان خلاصولی نه شو.

    • افراسیاب صاحب ! ما همداسي ورته لیکلي وه ، خو د تاند د طالبانو زما اند نه وه خوښ سوی او ړنګ کړی یې ده. 👍

  6. زما اند مه ړنګوۍ زه پوهیږم په تاسي بد لګیږي ځکه تاسي د شمشتو په کمپو کې د طاغوتي جهاد په وخت کې زده کړې کړې. د امپراطورانو هدید د تورغری پنجابی هم په دغه هدیره کې خښ کړي. ایا تورغری پنجابی تر هغو ټولو تیرو سویو امپراطورانو زورور ده ؟😡

  7. خوب ښه شي دئ خو دا معنی نلري چې هر خوب باید رښتیا وئ.
    انس جانه مثلي (مصلی) ځه د تا خبره به د ٣٠ ثانیو لپاره ومنو، خو دا اووایاست چې، دا ٤٠ میلیوني ټکو شنو امریکایې ډالرو کڅوړۍ د څه لپاره تاسو لوي غرو ته درسپارل کیږئ؟ ایمن الظواهري غوږونه مو په څو وپلورل؟
    لوستونکو ته به پوښتنه پیدا سوي وي چې زه ولې مثلۍ ورته وایم؟ حقانیان په اصل کې په لویه پکتیا کې له ملتان نه ناقل سوي. په پکتیا کې د خلکو ودونو کې بدلې بولئ او دیګونه پخوي او همدارنګه د اجامت تر څنګ په غم او ښادیو کې د خلکو خبرولو وظیفه هم لرئ. ارواښاد استاد ګلزمان په قوم مثلۍ او د حقانیانو سکه تربرونه دئ. انس د ما خبري لولي که د ما ادعا غلطه وئ د خپل نیکه او غور نیکه تذکري دي نشر کړئ. دا زما مچلګه یا چلنج دئ!
    لنډه دا چې د هیواد زعامت نن سبا ډمانو ته په میراث کې پاتي دئ.

  8. که ځیر شو د امپراطوریو هدیره او نفاق یا غیر متحد ملت دوه متضاده
    مشخصات دی .
    د امپراطوریو هدیره د پیړیو تاریخ دی خو فکر کوم چي اختلاف د بن د ناولی معاملی نه دیخوا بی کفایته حکامو ته اشاره وی چي فرصتونه ضایع او ملت جوړونی ته نه یواځې کار ونشو بلکی جاهلی متعفن تعصبات را وپارول شول او هر ناکس، قومی ټیکه دار او اکثر امور د اقوامو مفسدو نمایندګانو ته وسپارل شول چي نتیجه یی دبیت المال لوټ او د ملت تباهې شوه.
    الحمد لله ملت په ټوله کی متحد وو او دی مګر جاهل حکام او معامله ګر سیاسیون د ملت جوړونی او ملی ګټو د ساتنې ظرفیت نلری او عمده او اهم علت یی امور اهل ته یی نه سپارل دی ،پرون هم لوی خنډ همدا وو.
    نو د ظالم او متجاوز د هدیرې له ویاړ سره موږ باید نور حیاتی ویاړونه او د عزت عوامل هم خپل کړو لکه علوم ،مکارم اخلاق له خپل او پردی سره،امور اهل ته سپارل،ټولنیز عدالت،ملت جوړونه،ملی ګټو ته ترجیح ورکول ،ددین سالمه پوهه،د انحصار رذالت او پلیدی نه حکومت پاکول او په ټوله د محمدی امت ریښتونی لارویان ګرځیدل په ټوله معنا ؛ورنه یواځې هدیره خو د مړو ځای دی او کوم افتخار نلری .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب