شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهازبکستان د افغانستان د تیلو او ګازو په بروسیسس کې همکارۍ ته...

ازبکستان د افغانستان د تیلو او ګازو په بروسیسس کې همکارۍ ته تیار دی

د ازبکستان د کان کیندنې شرکتونو په افغانستان کې د تېلو او ګاز د پروسیس د پراخې زیرینا د رامنځته کولو لپاره له افغان تولیدي شرکتونو سره د همکارۍ وړاندیز وکړ.

دا خبره د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشیف او د ازبکستان د ترانسپورت وزیر ایلخوم مخکاموف (لهام محکموف)د طالبانو د حکومت د کانونو او پیترولیم له وزیر شهاب الدین دلاور سره په کتنه کې وکړه.

د منخنۍ اسیا د تریند خبري اژانس د راپور له مخې، په دې کتنه کې ازبکستاني لوري د افغانستان د نفتو، ګازو او ډبرو سکرو د کانونو په پروژو او د افغانستان د کاني او هایدرو کاربن په زیرمو کې له پانګونې سره لېوالتیا څرګنده کړه. دوی د کانونو او پټرولیم وزارت سره د پانګونې د فرصتونو د برابرولو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د هېواد له معدنی زیرمو سره د ازبکستان لېوالتیا وستایله او په دې برخه کې یې د دغه وزارت پر چمتووالی ټینګار وکړ. دواړو خواوو د عملي نوښتونو د ګړندي کولو لپاره د ګډو کاري کمیټو په جوړولو موافقه وکړه چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا لپاره د ژمنې نښه ده.

سربیره پردې، ازبکستان د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا په ځانګړې توګه د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي پانګونو د پراختیا له لارې خپل هدف یاد کړ.

په همدې حال کې له افغانستان سره د ازبکستان د سوداګرۍ کچه د ۲۰۲۴ کال له جنورۍ څخه تر اپریل میاشتې پورې ۳۰۸.۶ میلیونه ډالرو ته رسېدلې ده. افغانستان ته د صادراتو کچه ۳۰۱.۴ میلیونه ډالره وه، په داسې حال کې چې ازبکستان ته د وارداتو کچه په دې موده کې ۷.۱ میلیونه ډالره وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب