چهارشنبه, جون 26, 2024
Homeخبرونهپه ۲ میاشتو کې ۳ زره ماشومان په شري اخته شوي

په ۲ میاشتو کې ۳ زره ماشومان په شري اخته شوي

تاند (شنبه، د جوزا ۴ مه) د طالبانو د حکومت د روغتیا وزارت وايي، په افغانستان کې د تېر کال په پرتله  د شري ناروغۍ ۳۷ سلنه زیاته شوې ده.

دغه وزارت په شري ناروغۍ د ماشومانو د اخته کېدو د شمېر د ډېرېدو يو لامل په هېواد کې د بې ځايه شويو او له ځينو هېوادونو په تېره بيا له پاکستان څخه د افغان کډوالو د راستنیدو زیاتوالی وباله..

د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان وايي، په تېرو دوو میاشتو کې په افغانستان کې څه باندې درې زره ماشومان د شري په ناروغۍ اخته شوي دي.

ښاغلی زمان وايي، د تېر کال په پرتله د تثبیت شویو پېښو تر څنګ د شري ناروغۍ ناتایید شوې پېښې هم ډېرې شوې دي.

نوموړی وايي، د نړیوالو موسسو په همکارۍ هڅه کوي چې د شري پر وړاندې د ماشومانو د واکسین کولو کمپاین پیل کړي.

نه یوازې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت، بلکې ځینو نړیوالو موسسو هم په افغانستان کې د ماشومانو په منځ کې د شري ناروغۍ پر زیاتوالي اندېښنه ښودلې ده.

اوچا یا په افغانستان کې د بشري مرستو د تنظیم ادارې ویلي، د روان ۲۰۲۴ له پیله په افغانستان کې شري مشکوکې پېښې په پر له پسې ډول په زیاتېدو دی.

دې ادارې د ثور په ۲۷ مه په یوه راپور کې وویل، د اپریل له وروستۍ اوونۍ پرته چې د شري لږ پېښې ثبت شوې او ښايي علت به یې دا و چې لږ خلکو د شري ناروغي ثبتولو لپاره مراجعه وکړه، سږ کال په افغانستان کې د تېرو درو کلونو پرتله د شري پېښې زیاتې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب