جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+د هېواد اوسنى حالت جدي نه ګڼل توپان ته لاره هواروي

د هېواد اوسنى حالت جدي نه ګڼل توپان ته لاره هواروي

ليکنه؛ عبدالوحید وحيد

نظامونه، حکومتونه بنسټونه او بلډينګونه نړول زموږ بېسارى هنر او ځانګړتيا ده، دغه ويجاړوونکې کړنې خپل شهامت او شجاعت ګڼو. دغه کار يوازې له يوې په اصطلاح سپيڅلې سرچينې څخه د جګړې اعلان او له يوه پردي ادرس څخه مادي ملاتړ ته اړتیا لري. که کله هم له حاکم نظام سره دښمني ته ملاتړو نو ملي تأسيسات او د ملکي ادارو غيرمحاربوي پرسونل هم د دښمن په کتګوري کې راوړو.

البته واک ته له رسيدو وروسته پوهيږو چې د رغولو او ودانولو کارونه څومره ستونځې لري، څومره مالي سرچينې، څومره حوصله، څومره وخت او څومره ظرفیتونو ته اړتیا لري. د تير نظام د نسکورولو دوه نيم کاله وشو، خو موږ لاهم نظام په فرمانونو او د چارواکو په شخصي سليقو باندې چليږي. اساسي قانون او د نظام لپاره اړين بنسټيز اورګانونه نه لرو او دغه نيمګړتيا په خپلو تعبيرونو  باندې توجیه کوو.

له تيرو څو لسيزو راپدېخوا  د کورنيو سياستوالو او د واک د مجنونانو لخوا کله د انترناسيوناليستي مرستو ترلاسه کولو تر عنوان لاندې پردي راغواړو، کله د اسلامي ورورګلوي او کنفدراسيون جوړولو په نوم له پردیو سره معاملې کوو، کله هم له ترهګري سره د جګړې په بانه په پرديو دروازو کې ولاړ او د هغوى په مرسته واک ترلاسه کول مو دود ګرزولى دى. متأسفانه دغه کړنې لاهم دوام لري.

پرديو ته د ملاتړ سترګې نيول د هغوى لاسوهنو ته د لارې هوارولو شرموونکى نوښت، د پرديو  بيځايه غوښتنې او فرمايشات چې کله زموږ ځمکنۍ بشپړتیا ته ګواښ وي، کله له عقائدو او عنعنو سره په تقابل کې وي د ستونځو يو اړخ جوړوي. بل اړخ يې د ښاري او کليوالي ټولنو ترمنځ د معاصرو پرمختګونو او اړينو اسانتیاو برابرولو په برخه ستر توپير هغه مهال خطرناک شکل غوره کوي چې له واک څخه د محروم اړخ مشران دغه توپير ته له دين او يا هم له تمدن سره د ټکر رنګ ورکړي، په وړاندې يې جګړه سپيڅلي وجيبه يا هم مجبوريت وګڼي او له پرمختګونو څخه محروم ولس قرباني ته تيار کړي.

غازي امان الله خان د معاصرې ترکیې د موډرن کولو، سيکولر کولو او په لويديځ ډول جوړولو د بنسټ ايښودونکي مصطفى کمال اتاترک له فکري تړاوونو، نوښت او رول څخه د اغيزمن کيدو له امله او پرمختګونو ته د لارو پرانستلو تر عنوان لاندې احساساتي ګامونه پورته کړل. د ترکانو او افغاني ټولنو ترمنځ زياتو توپيرونو، مختلفو شاليدونو او کلتوري پولو ته له پام کولو پرته يې د ترکيې په شان افغانستان لپاره ليدلي خوب ته په تعبير ورکولو کى ناکام شو چې په پايله کې افغانستان ته زيانونه واوښتل.

د پرديو ځواکونو د يرغل خبره جدا ده خو تېر شل کلن جمهوريت هم له خپلمنځي مخالفتونو،  سولې ته د قرباني نه ورکولو سرټمبه سياست، پراخ فساد او غصب ترڅنګ د چارواکو لخوا له لرې پرتو سیمو څخه د ځوانانو د جلب او جذب پرځاى د لويديځوالو د خوشحالولو لپاره په لوړو اجرائيوي پوستونو کې د داسې افرادو ګمارل چې له بهر څخه راغلي وو، له افغاني کلتور او اسلامي شعائرو سره نابلده وو او د لويديځ لخوا د ناوړه او بې ځایه فرمايشاتو له امله  له خپل ولس سره د تقابل حالت ته ورسيده او پايلې يې زموږ مخته پرتې دي.

زموږ په هېواد کې هر وخت ښاري او په اصطلاح د روڼ اندو ټولنو د ژوند رنګ رخ پيچلتياو او کږلیچونو ته د علماو تر مشري لاندي کليوالي ټولنو لخوا له دين  سره د مخالفت رنګ ورکړل شوى او په کابل باندې د ديني علماو له حاکمیت وروسته د ښاري ټولنو لخوا په طالب چارواکو د تمدن او معاصرو پرمختګونو ضد تورونه ورکولو ټکر رامنځته کړى دى، تصادم تقابل او جګړو ته لاره هواره شوې ده. د افغانانو ترمنځ واټن رامنځته شوى دى او نتيجتاً نظامونه حکومتونه اساسي قانون او بنسټونه نړيدلي دي. تفصيل ته نه ځم خو لاملونه يې يقيناً د محرومو پرګنو لخوا د لا علمي په حالت کې نفسياتي انتقام وي چې له يو بل څخه يې اخلو.

تر هغو چې په افغانستان کې د معاصرو علمي بنسټونو او ساينسي پرمختګونو د رامنځته کيدو لړئ يوازې د ښارونو تر پولو پورې محدوده پاتې کيږي، تر هغو چې د اسانتیاو په هکله د ښاري او کليوالي ژوند ترمنځ د اوس په شان واټن  شتون لري او بالاخره تر هغو چې روڼ اندي له ديني علومو سره او ديني علما له معاصرو علومو سره د مور او ميرې چلن کوي د يو بل په اهميت او اغيزمنتوب سترګې پټوي، نه ټولنه جوړولاى شو، نه هېواد ښيرازه کولاى شو، نه هم د يوه ټول منلي نظام بنسټ ايښوداى شو او نه هم د واک په سر جګړو کې د سپيڅلو عنوانونو د کارولو مخنيوى کولاى شو او لکه د اوس په شان د نفسياتي انتقام سلسله به دوام مومي.

د خپلو تيرو تجربو او د نظامونو د نسکوريدو خواشينوونکو پايلو ته په کتو د اوسني مات ګوډ نظام د نسکوريدلو هيله يوازې احساساتي افراد او يا هم د تعصب ويروس ځپلي خلک کولاى شي خو دَ سليم عقل خاوندان او له تاريخ څخه د زده کړو کوونکي افغانان د سمون او بدلون لپاره يوازې په سياسي مبارزه باندې باور لري. د بديل نشتون، د نظامونو د نسکوريدو کرغېړن شاليد، په ټوله افغان جغرافيه باندې د امارت د پياوړي حاکمیت او بالاخره د کليوالي او ښاري تمدن ترمنځ واټن راکمولو له امله  مصلحتاً اوسني حکومت په ډيرو نيمګړتياو باندي سترګې پټولاى شو او په هر حال کې يې د نسکوريدو مخالفت کوو، خو د سمون او بدلون لپاره مبارزه خپل ديني مسئولیت او ملي مکلفيت ګڼو او د انجونو په زده کړو باندي بنديز راته په هيڅ پلمه او د هيڅ ډول استدلال په وړاندي کولو د يوې ورځې لپاره هم د منلو نه ده.

د نسکوريدو له مخالفت څخه موخه دا نه ده چې شته حاکمه ډله  اهليت تجربې ته له کتو پرته په خپلو انډيوالانو په لاسونو کې د واک ساتلو او د نورو افغانانو سلبولو ته دوام ورکړي بلکې له واکمنانو څخه هم غواړو چې د ملي او نړيوال مشروعیت ترلاسه کول، په معيارونو باندي د برابر اساسي قانون جوړول، استبدادي اړخ ختمول، نړيوال بنديزونه او اوسنى انزوائي حالت جدي نه ګڼل او د همدغو نيمګړتياو د پوره کولو لپاره اړين ګامونه نه پورته کول،  له مسئولیتونو او مکلفیتونو څخه سترګې پټول دي او داسې توپان ته لاره هواروي چې هېواد ته له تصور څخه ورهاخوا زيان رسوي.

د حاکمې ډلې ترمنځ د ګيلو شکوو او مخالفتونو د کچې تدریجي لوړوالي، د نيابتي جګړو د پيلولو لپاره ناوړه لوبې ته په پام کولو، د افغان حکومت لخوا په کور د ننه اصلاحاتو له رامنځته کولو څخه سکوټ انکار، له ولس سره سليقوي او استبدادي چلن، سياسي مخالفين په مختلفو تورونو ځورول او توهینول، د نړيوالو اندېښنو ته د خپلو ايديالوژيکي او کلتوري پولو په چوکاټ کې د مثبت ځواب نه ويل په ټوليز ډول د خطر داسې زنګ غږوي چې مديريت به يې يقيناً د موجوده حکمرانانو له وړتیا څخه لوړ وي او پايلې به يې هېواد ته تباهي راوړي.

افغانستان؛ د سياست په رنګونو او نيرنګونو کې

5 COMMENTS

  1. هغه متل دی ، چې وایي : کنز به هرڅه وایی ، خو که ملا شاګل یې ومني .
    ستاسو لیکنې تل په زړه پورې او د ټول افغان ملت په خیر دي . هراړخیز تحلیل او د هېواد ملي ګټې پکې ارزول شویدي .
    ایکاش حاکمې ډلې کې داسې څوک وای ، چې هغه یې لوستي او د وطن او ولس د ګټو او پرمختګ لپاره یې په نظر کې نیولای وای . زمونږ وېره داده ، چې دوی خو هسې هم غرق او شهادت ته تیار دي ، اما دا مظلوم ملت به هم له ځان سره تباه او انتحار کړي .

    • سلامونه او نېکې هيلې مې ومنئ جناب واحدي صاحب محترمه
      يقيناً يې لولي خو غوږونه ورباندې کاڼه کوي. رب العزت مو دې له ابتلا وساتي خو فکر کوم چې د واک او مادياتو حرص له ښه روغ عاقل او عالم انسان څخه هم ليونى جوړوي.

  2. سلامونه او نېکې هيلې مې ومنئ جناب واحدي صاحب محترمه
    يقيناً يې لولي خو غوږونه ورباندې کاڼه کوي. رب العزت مو دې له ابتلا وساتي خو فکر کوم چې د واک او مادياتو حرص له ښه روغ عاقل او عالم انسان څخه هم ليونى جوړوي.

  3. حقیقت دا دی چې هیبت الله يو وحشي انسان دی چې زوی یې انحتاري وه او دی تر انتحاري هم لوی میکروب دی.

  4. سلامونه اونېکې هیلې
    وحید صاحب ستا لیکنه کې یو شمېر اهداف ډیر اهمیت لری او واقعا داندېښنې وړ دی. وخت په منډه تیریږی دنیا په چټکۍ دبدلون په حال کې ده! که بلواګرې رسنیو ته وګرو دملت سازی کارونه ډیر کونډ اوکپر دی. داسې نه کیږی نړۍ او ملت هم مسئولیت لری.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب