یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهسې شنبه، د افغانستان او نړۍ لنډ خبرونه

سې شنبه، د افغانستان او نړۍ لنډ خبرونه

د دې برخې خبرونه د ورخې تر پایه بیا بیا تازه کیږي

د طالبانو حکومت د سوریې په پلازمېنه دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ د اسراییل هوايي حمله د نړیوالو قوانینو سرغړونه وبلله.

د باندنیو چارو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي د اسراییلي رژیم د جنایتونو دوام له یوې خوا د سیمې او نړۍ امنیت ته په جدي ګواښ بدل شوی او له بلې خوا د نړیوالو قوانینو اغېزمنتیا له جدي شکونو سره مخامخ کړې ده.

پرون په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ د اسراییل په برید کې د سپاه پاسداران د ثدر ځواک د قوماندان محمدرضا زاهدي په شمول د دغه ځواک ۷ افسران ووژل شول.

ایران له دې حملې وروسته په تهران کې د سویس د سفارت شارژدافېر، چې د امریکا د ګټو ساتندوی دی، (د امریکا د سفارت په استازیتوب کار کوي) احضار کړ او احتجاج یې وروسپاره.


د روغتیا نړیوال سازمان «ډبليو‌اچ‌او» وايي، په تېرو درېیو میاشتو کې په افغانستان کې شاوخوا ۱۱۰۰ کسان په تنفسي ناروغیو مړه شوي دي.

د دې سازمان د هغه راپور پر اساس، چې د دوشنبې په ورځ یې خپور کړ، د ۲۰۲۴ کال په لومړیو درو میاشتو کې په ټول افغانستان کې د تنفسي ناروغیو څه باندې ۴۷۰ زره پېښې ثبت شوي چې ډېری یې ماشومان او ښځې وې.

یو شمېر ډاکټران هم تاییدوي چې په تنفسي ناروغیو ډېر ناروغان د درملنې لپاره ورته مراجعه کوي.

دوی د سونګ له خرابو موادو استفاده، لوګی او خرابه هوا د تنفسي ناروغیو د ډېرېدو دلیل بولي.

————————

د پاکستان د سند ایالتي حکومت پرېکړه کړې چې له کمکي اختره وروسته له دغه ایالت څخه ۶۷ زره راجستر یا ثبت کډوال وباسي.

ډان ورځپاڼې نن راپور ورکړ چې خبرو سرچینو ورته وویل چې په دې اړه د جګپوړو چارواکو په غونډه کې پرېکړه وشوه.

تر دې مخکې د پاکستان مرکزي حکومت د سند ایالتي حکومت ته ویلي و چې د ټولو کارت لرونکو کډوالو لیست ورسپاري او د ایستلو لپاره یې تیاري ونیسي.

پاکستان د تېر کال د سپټمبر کې د بې اسنادو کډوالو د ایستلو پرېکړه وکړه او یوازې یې په اکتوبر میاشت کې نژدې ۵ لکه افغان کډوال له خپلې خاورې وایستل.

—————-

په خیبرپښتونخوا ایالت کې امنیتي چارواکي وايي چې په بنو کې په دوو وسله والو بریدونو کې د یوه جګړن په شمول لږترلږه څلور پوځیان او ۶ پولیس ټپیان شوي دي.

وسله والو مخالفانو تېره شپه د بنو د بکاخېل ولسوالي په توچي پُل سیمه کې پر امنیتي ځواکونو برید وکړ چې وروسته د دواړو خواوو تر منځ شدیده نښته پیل شوه او په نتیجه کې یې د یوه جګړه په شمول ۴ پاکستاني پوځیان ژوبل شول.

دوی وايي چې په دې نښته کې یو وسله وال هم وژل شوی دی.

ټي ټي پي د دې برید مسوولیت منلی دی.

له دې جلا تېره شپه په بنو کې وسله والو پر پولیسو په برید کې ۵ پولیس ټپیان کړل.

پر پولیسو د برید مسوولیت لا کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

 په پاکستان کې د امنیت او څېړنې مرکز په خپل وروستي درې میاشتني راپور کې ویلي چې د روان میلادي کال په لومړیو درېیو میاشتو کې په پاکستان کې ۴۳۰ تنه په امنیتي پېښو کې وژل شوي دي.

په راپور کې وړاندې ویل شوي چې تر ټولو ډېرې امنیتي پېښې یعنې په سلو کې ۹۲ په بلوچستان او خیبرپښتونخوا ایالتونو کې شوې دي.

——————-

د افغانستان لپاره د ملګروملتو د ځانګړې استازې مرستیال وايي، د ګاونډیو هیوادونو له لوري په زوره د افغان کډوالو ایستل د نړیوالو قوانینو سرغړونه ده.

د یوناما مرستیال اندریکا راتواتې دا خبره پرون (دوشنبې) د طالبانو د ريیس الوزرا له اداري مرستیال عبدالسلام خنفي سره په کتنه کې وکړه.

اندریکا راتوته په دغه کتنه کې له افغانانو په ځانګړي ډول د هرات زلزله ځپليو او له بېلابېلو هېوادونو څخه راستنو شویو کډوالو ته د بشري مرستو د وېش په برخه کې د طالبانو د همکاریو د مننې ترڅنګ د سراسري امنیت، د نشه یي توکو د قاچاق، سوداګرۍ او استعمال او د اداري فساد د مخنیوي هرکلی وکړ.

—————–

نامعلومو کسانو د کندهار ولایت په ډنډ ولسوالۍ کې یو ځوان او د هغه ماندینه په ډزو وژلي او بیا یې د هغو مړو ته اور ورته کړی دی. د کندهار د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې د دې پېښې پخلی کړی او ویلي چې پولیس په دې اړه پلټنه کوي خو تراوسه د پېښې انګېزنه څرګنده نه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب