جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهکابلوف: د کابل رژیم مو روسیه کې د اسلامي نړۍ په اړه...

کابلوف: د کابل رژیم مو روسیه کې د اسلامي نړۍ په اړه غونډې ته بللی

تاند (سې شنبه، د حمل ۱۴ مه) د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وایي، چې هېواد یې په مۍ میاشت کې د اسلامي نړۍ تر سرلیک لاندې “کازان فورم” غونډې ته د طالبانو د رژیم استازي هم ور بللي دي.

ټاس خبري اژانس، د نوموړي له قوله لیکلي چې “د اسلامي نړۍ” غونډه چې ټاکل شوې د روان زیږیز کال په می میاشت کې په کازان کې ترسره شي، طالب چارواکو ته پکې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

ضمیر کابلوف همدا راز زیاته کړې چې طالب چارواکو سره به یې د “ترهګرۍ” پر وړاندې د مبارزې په برخه کې همکاري دوام ولري.

بلخوا: روسي رسنیو خبر ورکړی، چې دغه هېواد د ترهګرو ډلو لپاره له خپل نوملړ څخه په افغانستان کې د واکمنو طالبانو پر نوم پاکولو غور کوي.

روسیه د ترهګرو له نوملړ څخه د طالبانو په نوم پاکولو غور کوي – تاند (taand.net)

روسیې مخکې هم ورته څو غونډو ته د طالبانو د رژیم استازي ور بللي او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ګډون بېلابېلو نورو غونډو کې یې چې د افغانستان په اړه ګډون لرلی، د طالبانو د دریځ ملاتړ کړی.

طالب چارواکو دغه راز په مسکو کې یوه دیپلومات ته د افغانستان د سفارت سرپرستي هم سپارلې او د طالبانو تر واک لاندې کابل کې یې خپل سفارت فعال ساتلی، خو د دوی رژیم یې لا د نړۍ د ټولو هېوادونو په څېر په رسمیت نه دی پېژندلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب