سه شنبه, اپریل 30, 2024
Home+ایلن ماسک وړاندوینه کوي، د انسانانو دندې پای ته رسیږي

ایلن ماسک وړاندوینه کوي، د انسانانو دندې پای ته رسیږي

تاند- ایلن مسک وايي، هغه وخت راروان دی چې نور به د انسان کار ته اړتیا نه وي او هیڅ دنده به ورته پاته نه وي. که څوک غواړي چې په خپله خوښه کومه دنده ولري، ممکن ویې لري، خو مصنوعي ذهانت به ټول کارونه په خپله کوي.

د ټکنالوژۍ د برخې ستر امریکايي میلیاردر ایلن مسک د بریتانیا له صدراعظم سره په کتنه کې وړاندوینه وکړه چې د مصنوعي ذهانت معنا به په نهایت کې دا وي چې په راتلونکې کې هیڅوک کار کولو ته اړ نه وي.

مسک دا څرګندونې د بریتانیا له صدراعظم ریشي سوناک سره په دوستانه خبرواترو کې وکړې.

په دې ۵۰ دقیقه يي خبرو کې ښاغلي مسک په باور وویل چې ټکنالوژي د انسان ورځیني کارونه بې معنا کوي. ده د انسان وزمه روباټونو په اړه وویل چې انسان په هر ځای کې تعقیبولی او موندلی شي.

ایلن مسک له مصنوعي ذهانته په خپلو بې چلوونکو ټیسلا موټرو کې هم کار اخیستی دی. خو له دې سره سره یې د هغه ګواښ یادونه وکړه چې دا ټکنالوژي یې د انسان موجودیت ته پېښوي.

مسک له ریشي سوناک سره د مصنوعي ذهانت د ښېګڼو په اړه هم خبرې وکړې او د مثال په توګه یې وویل، که مې یو زوی د ملګري په موندلو کې ستونزه لري، مصنوعي ذهانت یې ښه ملګری کېدای شي. مصنوعي ذهانت تر ښو ښوونکو انسانانو ته ښه او حوصله من ښوونکي کېدای شي.

ایلن مسک وویل چې مصنوعي ذهانت به تر ټولو له مستعد انسان څخه مستعد او ځیرک وي.

تر ایلن ماسک مخکې په ۱۹۹۹ م کال کورزویل اټکل کړی و چې ممکن تر ۲۰۲۹ پورې مصنوعي ذهانت تر انسان وړاندې شي. همدا اوس کوم کار چې چټ جي پي ټي کوي، انسان یې نه شي کولی خو مسک وايي چې د مصنوعي ذهانت وده ورو نه ده بلکې څو – څو برابره زیاتیږي له دې کبله امکان شته چې په راتلونکو پنځو کلونوکې هر څه بل ډول وي.

ایلن مسک چې د مصنوعي ټکنالوژۍ په وده کې لوی رول لري، له دې درکه ډېر عاید ترلاسه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب