Homeخبرونهد کندهار امنیتي وضعیت ته اندېښنې؛ ملا تاج میر د تدابیرو لپاره...

د کندهار امنیتي وضعیت ته اندېښنې؛ ملا تاج میر د تدابیرو لپاره ورغلی

تاند (سې شنبه، د حمل ۱۴ مه) راپورونه وایي، چې په کندهار کې د امنیتي وضعیت په اړه د طالبانو د رژیم چارواکي اندېښمن شوي او د دوی د استخباراتو ادارې لومړی مرستیال ملا تاج میر جواد د تدابیرو لپاره دغه ولایت ته رسېدلی.

د کندهار لپاره د طالبانو د والي دفتر په یوه اعلامیه کې د نوموړي د سفر خبر تایید کړی او ویلي، چې د هغه په مشرۍ د کندهار د والي او نورو چارواکو د همغږۍ غونډه هم جوړه شوې.

سرچینه زیاتوي، چې په غونډه کې د طالبانو ځایي امنیتي چارواکو د خپلو کړنو په تړاو معلومات ورکړي او د امنیت ښه کولو په اړه ورته خبرې شوي.

په اعلامیه کې له زیاتو جزییاتو پرته راغلي: د غونډې په پای کې لازمې پرېکړې وشوې.

د طالبانو په ډېرو مطبوعاتي اعلامیو کې د دوی د غونډو زیات جزییات او پرېکړې په معمول ډول نه رسنیز کیږي.

ملا تاج میر جواد، چې د طالبانو د ځانمرګو بریدونو او استخباراتو تر ټولو مهم طراح ګڼل کیږي، له هغې وروسته کندهار ته د امنیت ټینګولو لپاره تللی، چې شاوخوا دوه اوونۍ مخکې د دغه ولایت په مرکز کې د نوي کابل بانک مخې ته یوه ځانمرګي بریدګر ګڼو طالبانو او ملکیانو ته مرګ ژوبله واړوله.

د یاد شوي برید مسوولیت داعش ډلې پر غاړه واخیست.

له دې پرته، نور کله هم په وقفه یي ډول له کندهار څخه پر طالبانو د چریکي بریدونو او دغه راز د جنایي پېښو د زیاتیدو خبرونه ورکول کیږي، چې ډېر ځله یې طالبان ردوي او یا یې په اړه رسنیو ته معلومات نه ورکوي.

1 COMMENT

  1. هیبتی ته ووایې چې له سورې راووځی د نور غریبانو ځامن دې مرګ ته نه ورکوې هیبتیه اوس ورته ټینګ شه د ملت زورول سزا لرې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...