سه شنبه, مې 21, 2024
Homeخبرونهبهرنیو دیپلوماتانو ته روژه ماتی؛ ملا حنفي په ځینو پروژو کې پانګونو...

بهرنیو دیپلوماتانو ته روژه ماتی؛ ملا حنفي په ځینو پروژو کې پانګونو ته وبلل

تاند (سې شنبه، د حمل ۱۴ مه) د طالبانو د رئیس الوزرا اداري مرستیال ملا عبدالسلام حنفي په کابل کې مېشتو یو شمېر بهرنیو دیپلوماتانو ته د روژه ماتي د مېلمستیا پر مهال د یو شمېر پروژو په یادولو سره، د دوی اړوند هېوادونه په دې برخه کې پانګونې ته بللي.

د ملا حنفي دفتر د هغه له قوله ویلي: د سیمې او له سیمې ور اخوا ټولو هیوادونو څخه غواړو چې نورو هیوادونو ته د ځوانانو د مهاجرتونو د مخنیوي، د نشه یي توکو د ختمېدو او په افغانستان کې د ثبات د تضمین لپاره د افغان ترانس، هرات – بولدک، چاه بهار بندر، لاجورد لارې، واخان کوریډور او ټاپي لویو پراختیایي پروژو د تطبیق لپاره پانګونه وکړي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال زیاته کړه، په افغانستان کې امنیت نه یوازې د دې هیواد د اوسېدونکو لپاره مهم دی، بلکې د سیمې او له سیمې ور اخوا د ټولو هیوادونو په ګټه دی، له همدې امله په افغانستان کې د ثبات د ادامې لپاره په بېلابېلو برخو کې پانګونه اړین کار دی. 
طالبان پر افغانستان له بیا واکمنیدو وروسته، بیا بیا بهرني پانګوال او هېوادونه په افغانستان کې پانګونې ته ور بولي او خبر ورکوي، چې په دې برخه کې لېوالتیا او د ګډون ژمنې ورسره شوي، خو څارونکي ورته خبرو ته د شک په سترګه ګوري او وایي، چې د طالبانو له پرله پسې اعلانونو وروسته هم، په دې برخه کې عملي اقدامات په نشت حساب دي.
د دوی په باور، سره له دې چې د طالبانو له ادعا سره سم د امنیت له ښه کېدو سره افغانستان د پانګونې لپاره تر پخوا ښه شرایط لري، خو د ژوند په بېلابېلو برخو کې پر خلکو د طالبانو افراطي قیودات، د واک انحصار او د اقتصادي برخې په ګډون ټولو برخو کې د ملایانو ګومارل او نا مسلکي چلند د ممکنه کورنۍ او بهرنۍ پانګونې خنډ شوي دي.

1 COMMENT

  1. البته طالب مشزان باید غیر مسلمانو ډیپلوماټانو خصوصاً انګریزانو او امریکایانو ته هم د پیشلمی بلنه ورکړی، ګوندی د رسمیت پیژندنی پروسه ئی ګړندی سی. ههههههه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب