Homeخبرونهروسیه د ترهګرو له نوملړ څخه د طالبانو په نوم پاکولو غور...

روسیه د ترهګرو له نوملړ څخه د طالبانو په نوم پاکولو غور کوي

تاند (سې شنبه، د حمل ۱۴ مه) روسي رسنیو خبر ورکړی، چې دغه هېواد د ترهګرو ډلو لپاره له خپل نوملړ څخه په افغانستان کې د واکمنو طالبانو پر نوم پاکولو غور کوي.

د روسیې تاس خبري اژانس، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له قوله دا خبر ورکړی.

ویل شوی، چې په دې تړاو د روسیې د بهرنیو او عدلیې وزارتونه څېړنې او بحثونه کوي او په پام کې ده، چې خپلې ارزونې د روسیې سیاسي رهبرۍ سره شریکې او هغه په دې تړاو پرېکړه وکړي.

د طالبانو واکمن رژیم د دغه خبر په تړاو څه نه دي ویلي.

تر دې مخکې قزاقستان، چې د منځنۍ اسیا د نورو هېوادونو په شان د روسیې تر اغېزې لاندې هېوادونو څخه ګڼل کیږي، په یوه ورته اقدام کې د طالبانو د ډلې نوم د ترهګرو ډلو له نوملړ څخه لیرې کړی و.

طالبانو له نورو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو هم وخت پر وخت، د دوی په تړاو د ورته پرېکړو غوښتنې کړې دي.

روسیه د طالبانو له بیا واک ته رسېدو د مخه لا، دوی سره په پټ ملاتړ او تمویل تورنه شوې ده.

دغه هېواد له دې سره سره، تر اوسه د طالبانو نوم له ترهګرو ډلو نه دی جلا کړی او ویل کیږي، چې له دې پلوه یې قیودات ورباندې حاکم دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د لویدیز یو شمېر هېوادونه او په سر کې امریکا بیا- بیا د طالبانو تر واک لاندې افغانستان څخه د ترهګرو ډلو او په ځانګړي ډول د داعش او القاعدې ډلو د خطر د موجودیت او پراختیا ادعاوې لري.

دوی د طالبانو له رژیم څخه په دې تړاو له نړیوالو سره د کړو ژمنو عملي کول غواړي.

طالب چارواکو بیا په دې اړه ادعاوې رد کړي.

د روسیې ځینو چارواکو هم وخت پر وخت ورته څرګندونې کړي، خو سیاسي دستګاه یې معمولاً د طالبانو له کړنو او ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې اقدامات ستایلي دي.

لویدیز هېوادونه او د طالبانو مخالفان ادعا لري، چې د روسیې د پلازمېنې مسکو د موسیقۍ پر یوه تالار د وروستي خونړي برید عاملان هم، چې د داعش ډلې د خراسان څانګې په وینا، د دوی کسان وو، له افغانستانه سرچینه اخلي.

طالبانو بیا یاد شوی برید غندلی او قربانیانو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...