تاند (سې شنبه، د حمل ۱۴ مه) د اوبو او برېښنا وزارت لپاره د طالبانو د واکمن رژیم ویاند مطیعالله عابد وایي، له اختر وروسته به د کاسا- زر پروژې چارې پيل او تر ۲۰۲۶ زیږدیز کال پورې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي چې له بشپړېدو سره به یې افغانستان په کال کې د ټرانزیټ له لارې ۷۵ مېلیونه ډالر ترلاسه کړي.
عابد زیاتوي: «نړۍوال د دغې سیمهییزې پروژې تمویل ته راودانګل، دغه پروژه به انشاالله له اختر نه وروسته عملي چارې پېل کړي، او په ۲۰۲۶ کال کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. دغه پروژه په هر اړخیزه توګه باندې د افغانستان په ګټه ده.»
د کاسا زر پروژې ارزښت ۱.۲ میلیارده ډالره دی، چې په افغانستان کې ۲۶۰ میلیونه ډالره لګښت لري، چې ۱۶۰ میلیونه ډالره یې د جمهوریت پر مهال د نړۍوال بانک له خوا ورکړل شوي او د دې پروژې پلي کېدل د هېواد پر اقتصادي ودې هم اغېز لري.
په افغانستان کې د کاسا زر پروژه د کندز، پنجشیر، کاپیسا، کابل، لغمان او ننګرهار ولایتونو په ۳۳ ولسوالیو کې له ۶۰۰ ځایونو تېرېږي چې په عملي کېدو سره به یې دغه ولایتونه له برېښنا برخمن شي.