جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد افغانستان په شمال کې تر ټولو ستر بند په بغلان کې...

د افغانستان په شمال کې تر ټولو ستر بند په بغلان کې جوړېږي

تاند (سې شنبه، د حمل ۱۴ مه) د طالبانو حکومت غواړي چې په بغلان ولایت کې د کیله ګي ستر بند جوړ کړي.

د بغلان ولایت په دوشي ولسوالي کې د دې بند د جوړېدو پلان د محمد داوودخان د حکومت په مهال په پام کې نیول شوی و خو د کودتا او ناامنیو د پیلېدو له کبله د ګڼو نورو پروژو په شان د دې بند د جوړېدو کار هم هیر شو.

د تېر جمهوري حکومت په مهال د دې بند د جوړېدو لپاره سروې وشوه.

د معلوماتو له مخې، دا بند ډېر لګښت ته اړتیا نه لري ځکه چې دوو خواوو ته یې غونډۍ دي.

د طالبانو حکومت وايي چې د کیله ګي بند پر جوړولو به ۲ لکه ۵۰ زره ډالره ولګول شي او دا پیسې به د دولت له بودجې برابرې کړي.

د جوړېدو په صورت کې به دا د هیواد په شمال کې تر ټولو ستر بند وي.

د بغلان د اوبو د حوزې تخنیکي سلاکار انجینیر اصف الله رحیمي باختر خبري اژانس ته ویلي چې د کیله ګي بند اقتصادي او اجتماعي سروې په تېرو کلونو کې شوې ده او اوس هڅې روانې دي چې بودجه ورته پیدا او عملي کار پرې پیل شي.

د دې بند د جوړېدو په صورت کې به نه یوازې ۵۷ میګاواټه برېښنا تولید شي، بلکې ۹۰ زره هکتاره کرنیزې مځکې ته به اوبه مهیا کړي.

دا بند د کندوز پر سین جوړیږي چې له هندوکش غرونو سرچینه اخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب