Homeخبرونهپه کندهار کې ښځه او خاوند وژل شوي او سوزول شوي

په کندهار کې ښځه او خاوند وژل شوي او سوزول شوي

تاند (سې شنبه، د حمل ۱۴ مه) په کندهار کې نا څرګندو کسانو یوه ښځه او د هغې خاوند وژلي او بیا یې جسدونه سوزولي دي.

د کندهار لپاره د طالبانو د امنیې قومندانۍ په یوه اعلامیه کې دا پېښه تایید کړې او ویلي، چې دغه پېښه د دوشنبې په شپه د ډنډ ولسوالۍ په یوه سیمه کې شوې ده.

سرچینه زیاتوي، چې د پېښې په اړه څېړنې پیل شوې دي.

د دغو کسانو د هویت په تړاو څه نه دي ویل شوي.

په کندهار کې د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته، د ورته پېښو خبرونه زیات شوي، چې د څېړنو په اړه له ژمنو سره سره د پېښو د لاملونو په تړاو معلومات نه دي ورکړل شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دتندې ماتم | شاه زلمی

کرۍ ورځ به دې یوم، پر اوږه ایښي وي، په اوبو به دې جنجال وي، وړوکیه! دا زموږ وطن دی؛ د غرونو، سیندونو، دښتو...