Homeخبرونهد ملا حسن اخوند دفتر: د ترافیکي پېښو د مخنیوي طرحه جوړه...

د ملا حسن اخوند دفتر: د ترافیکي پېښو د مخنیوي طرحه جوړه او د عملي کېدو امر یې وشو

تاند (سې شنبه، د حمل ۱۴ مه) د طالبانو د رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخوند دفتر ویلي، چې د نوموړي به مشرۍ د طالبانو کابینې پرون غونډه کړې، چې د سر اجنډا یې د ترافیکي پېښو د مخنیوي په اړه پر جوړې شوې طرحې بحث و .

سرچینه په یوه اعلامیه کې زیاتوي، چې یاده شوې طرحه د طالبانو د کابینې په غوښتنه، د دوی کورنیو چارو وزارت جوړه کړې وه.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د طالبانو د کابینې په پرونۍ غونډه کې دغه طرحه تایید او اړوندو ادارو ته یې د عملي کېدو امر شوی.

سرچینې د دغې طرحې په اړه جزییات نه دي وړاندې کړي او نه یې هم هغه ادارې مشخصې کړي، چې د دغې طرحې د عملي کولو امر ورته شوی دی.

3 COMMENTS

  1. یوه تعلیمی طرحه هم زر جوړه کړی. ستاسو میندی غیی پدی خمارت چی تعلیمی طرحه جوړولی نشی خو د ځانو د خوندیکولو لپاره طرخی وباسی ـ

    • ټرلیب نسته، دا ټول د تور خامار پنجاب ناجایزه پرکټې دي، او هیواد د هغوې په لاس یرغمل نیول سوئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...