سه شنبه, اپریل 30, 2024
Home+د الزایمر (هيرې) ناروغانو ته د ټولنیزو اړیکو ساتل اړین دي

د الزایمر (هيرې) ناروغانو ته د ټولنیزو اړیکو ساتل اړین دي

ژباړه: نور احمد

یوه نوې څیړنه ښيي هغه خلک چې د ډیمینشیا يا د عقل د زوال په ناروغي اخته کسان او د هغوی څارونکي يا د کورنی غړي يي د صحتمن پاتې کیدو لپاره فعال ټولنیز ژوند ته اړتیا لري.

د میډسن نیټ د راپور له مخې، د څېړونکو په وينا له دې کبله  چې د هيرې په ناروغی د اخته کسانو په خبرو د هغوی د کورنۍ غړي او ملګري د نارامۍ احساس کوي، د دغو ناروغانو ټولنیز ارتباطات یا راشه درشه هم له خنډ سره مخامخ کیږي. او همدارنګه د مريض پالوونکي لکه میرمن، اولادونه او نور له دې کبله چې مسوولیت یې ډېریږي، منزوي کېږي.

 د کلیفورنیا پوهنتون  مخکښ څیړونکی ډاکټر اشوین کوټوال وايي: “نه پوره کېدونکې هیلې د ژوند پر کیفیت منفي اغیزه کوي، او دا د ژور خپګان او د زړه ړ ناروغیو، او همدارنګه له وخت څخه مخکې مړینې سبب کېدای شي.”

 څیړونکو دا مطالعې پر 80 کلونو ناروغانو او 67 کلونو ناروغ پالونکو باندې ترسره کړي دي.

 څېدونکي وايي، د دوی د څېړنو پایلې ښيي چې هم ناروغان او هم یې پالونکي باید په منظم ډول د یوازیتوب او انزوا لپاره معاینه شي، نو په دې ډول به ډاکټران وکولای شي د دوی د ټولنیزو اړیکو ساتلو لارې ومومي.

 د څیړونکو په وینا، خلک بايد له نورو سره د اړیکو لپاره لارې چارې ولټوي.

 دوی همداراز وړاندیز کوي چې د ملاتړ په ګروپونو کې برخه اخیستل ممکن د معاشرت او مشورې ترلاسه کولو لپاره تر ټولو ښه ځایونه وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب