یکشنبه, مې 5, 2024
Home+د کتابونو بازار ته تازه چاپ شوی اثر

د کتابونو بازار ته تازه چاپ شوی اثر

عبدالوهاب مومند
 «کتاب باید څنګه ولوستل شي» شلو ژبو ته ژباړل شوی او له اویا لکه زیات پلورل شوی اثر دی؛ چې تازه په کابل کې اکسوس کتابپلورنځي په ښه صحافت او کیفیت د چاپ په ګاڼه سمبال کړی دی.
 د یاد کتاب لیکوالان مارتیمر جي. آدلر او چارلز لینکلن ون دورن دي چې پښتو ته ښاغلي عبدالله عزام ژباړلی دی.
دغه کتاب دوې سریزې، څلور برخې، ۱۹ څپرکي او ۳۳۶ مخونه لري.
د ښاغلو لیکوالانو دغه ګټور علمي اثر موږ ته د کتاب لوستلو هنر، موخې، ګټې او لارې چارې را زده کوي چې څنګه کولی شو د کتاب لوستلو یوه ښه پروسه را پیل کړو؟ هېره دې نه وي، چې د «کتاب باید څنګه ولوستل شي» اثر مطالعې پر مهال موږ ته لاندې کلیدي موضوعات روښانه کېږي:
 ۱- د لوستلو فعالیت او هنر
 ۲- د لوستلو درجې
 ۳- څنګه جدي لوستونکي شو؟
 ۴- تحلیلي لوستل
 ۵- کتاب ته د کټګورۍ انتخابول
 ۶- کتاب اېکسرې کول
 ۷- له لیکوال سره موافقې ته رسېدل
 ۸- د لیکوال د پیغام معلومول
 ۹- په عادلانه توګه کتاب نقدول
 ۱۰- له لیکوال سره موافقه یا مخالفت
 ۱۱- په لوستلو کې څه شی مرسته کولی شي؟
 ۱۲- علمي کتابونه باید څنګه ولوستل شي؟
 ۱۳- خیالي ادب باید څنګه ولوستل شي؟
 ۱۴- تاریخ څنګه لوستل کېږي؟
 ۱۵- ساینس او ریاضیات څنګه لوستل کېږي؟
 ۱۶- فلسفه څنګه لوستل کېږي؟
 ۱۷- د لوستلو وروستۍ موخه
 د نوموړي کتاب لوست سپارښتنه څېړونکو، لیکوالو، ښوونکو، محصلینو او زده کوونکو ته کېږي او د یادونې وړ ده چې د خپرندویه ټولنې په حواله تر دې دمه «کتاب باید څنګه ولوستل شي» اثر کابل، کندهار او ننګرهار مشهورو کتابپلورځیو کې موندلی شئ او نږدې ورځو کې به د افغانستان نورو ولایتونو او پېښور – کوټې ته هم ورسي.
 درنښت
۱۴۰۳/۱/۱۳

1 COMMENT

  1. دا کتاب که څه هم یو ښه کتاب دی، خو تر نن کابو دوه پنځوس کاله وړاندې د دغو دوو لیکوالانو له لوري کښل شوی او همدا یې اهمیت لږ پیکه کوي. د ژباړې لپاره که د کتابونو په انتخاب کې لږ فکر وشي ښه به وي. اړین دا دي، چې نوي معلومات پښتو ته راشي ترڅو لوستونکي د نورې نړۍ او هم د هغوی له افکارو خبر شي. کنه، هسې هم د کابل چارواکي هر لور ته خلک د قرآنکرم او حدیثو نه پرته د ډېرو نورو زړو کتابونو بحثونو او له هغو ګټه اخیستنې ته رابولي او هر ځای یې د ماخذ په توګه کاروي او د نویو څېړنو په برخه کې چندان کار نه کېږي.
    په پای کې د ژباړن هڅو ته د قدر په سترګه ګورم او د کتاب د چاپ مبارکي ور ته وایم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب