جمعه, مې 3, 2024
Home+افغانستان؛ د سياست په رنګونو او نيرنګونو کې

افغانستان؛ د سياست په رنګونو او نيرنګونو کې

ليکنه؛ عبدالوحید وحيد

لسيزې کيږي چې زموږ  ولس عمدتاً د سياست، مذهب او قوميت په نومونو د مشرانو په منګولو کې يرغمل شوى دى. د هغوى د هوايي ژمنو او غولوونکو شعارونو له امله په مسلسل ډول د بحرانونو او فاجعو په محراق کې قرار لري. يرغلګر راغلل او لاړل، نظامونه رامنځته شول او ونړيدل، حکومتونه جوړ او نسکور شول، خو زموږ  ولس لاهم د ستونځو په عمق کې ژوند کوي . سياستوال په پرديو لاسوهنو او د يرغلګرو لخوا په ترسره شويو وحشتونو باندې خپل لاسونه پاکوي، خو ولس پوهيږي چې يکه تازي او د نورو د نفى کولو حرص زموږ د ستونځو بنسټ جوړوي.

  هره حاکمه ډله چې کله هم له واک څخه لرې شي، د  بيا لپاره د واک ترلاسه کولو په موخه د جګړو په ګډون هر ناوړه عمل ته لاس اچوي. څوک د دين څوک د هېواد څوک د قوم څوک د ژبې او څوک هم په نظام کې د بدلون له شعارونو سره د ولس  قرباني ته وړاندې کوي خو په خپله د قرباني ډګر ته نزدې هم نه ورځي. د فاجعو د تسلسل په بهير کې دغه ولس د تل لپاره د دين خاورې او قوميت په سياسي رنګونو باندې د مشرانو د نيرنګونو ښکار ګرزيدلى دى.

څوک هم چې واک ترلاسه کړي، د ښې حکومتولي وړاندي کولو، ولسي ملاتړ ترلاسه کولو، د هيواد د شاړو دښتو ابادولو د اوبو مهار کولو د ځوانانو لپاره د کار موندلو د بيوزلي له منځه وړلو او په نړيواله ټولنه کې د خيرات ورکوونکي هېواد په توګه د ژوند کولو فکر نه کوي، بلکې خپله توله انرژي او امکانات د واک ساتلو په هڅو باندي تېروي.

موږ د پرديو تر سرپرستي لاندې د واک او امتیازاتو د وېش په تړاو د ډيرو غونډو شاهدان يو او اوس هم داسې افراد او ډلې شتون لري چې ځانونه يې د راتلونکې ممکنه بدلون لپاره د بهرنیانو تر دروازو پورې رسولي دي او يا هم د رسيدو په هڅو بوخت دي، خو متأسفانه موږ اقلاً  په خپل نوښت د يوې  داسې ټول ګډونه غونډې بيلګه نه لرو چې د خپلو ناکاميو د لاملونو وڅيړو، له ناورين څخه د وتلو او د راتلونکې لپاره د سهوو او غلطيانو د مخنیوي په موخه  په ګډه د ګډو ګټو په چوکاټ کې د عملي ګامونو پورته کولو  پريکړې وکړو.

له مشرانو سره د هغوى د کړنو او وژنو په تړاو د حساب کولو او په سختو حالاتو کې د هېواد لپاره د قرباني ورکولو د رواج نه درلودلو له امله زموږ مشران د ټول ژوند لپاره د ملت په اوږو سپاره پاتې کيږي او ملت يې بايد د مشرانو په توګه په خپلو اوږو باندې د سپرولو له امله ځانونه نيکمرغه وګڼي او احسان يې ومني، لاسونه یې ښکل کړي او ورسره له هر ډول قيد او شرط پرته خپل بيعت اعلان کړي. حکومت د ولس غوښتنو ته د ځواب ویلو لپاره مشروع نظام جوړولو ته ځان مکلف نه ګڼي، د ولس د بيوزلي بيکاري، ستونځو او د ژوند نورو بیړنیو اړتیاوو په هکله د مسئوليت احساس نه کوي، بلکې دا هر څه د قسمت او تقدير ليک ګڼي، خو پر ملت د خپل حاکمیت منل او پر سرچينو باندې مطلق حاکمیت خپل هغه حق ګڼي، چې خدای تعالی  ورته سپارلی دی.

پورته ستونځو ته په کتو نن غواړم د امارتي نظام مشرانو ته مخاطب شم؛

درنو مشرانو!
تاسو د هېواد په کچه دروند او عيني واقعيت ياست، ستاسو له اغيزمنتوب څخه د نړيوالې ټولنې انکار دغه هېواد ته زيانونه راوړل. د هېواد په هره لوېشت خاوره باندي حاکمیت لرئ. په پرتله ييز ډول مو د فساد کچه را ښکته کړې ده او د امنيت ساتلو ظرفیت مو اقلاً په تيرو پنځو لسيزو کې بېساري دى. البته داهم بربنډ واقعيت دى چې د حکومتولي لپاره دا هر څه بسنه نه کوي. روان ترينګلى حالت ولس او هېواد ته نوري داسي ستونځې راوړي چې موږ به يې د حل کولو وړتیا او امکانات  ونلرو. که ولس د حاکم په اطاعت کولو مکلف وي، نو حاکم  هم د خپلو خلکو د ستونځو د هواري مسئولیت لري. په زده کړو باندي بنديز ختمول او حکومت ته مشروع بڼه ورکول د جګړه ييز ذهنيت د ختمولو لپاره اړين دى.

دَ نورو ډېرو نيمګړتياو ترڅنګ ستاسو په جګړو کې هم د بيګناه او ملکي تلفاتو او مالي زیانونو اوښتلو کچه لوړه وه او له تاسو سره په دغه برخه کې حساسیتونه طبعاً په هغو سيمو کې شتون لري چې تاسو پکې جګړه کوله. د کابل ښار په ګډون د نورو ښاري سيمو ولسونه د امريکا پاتې شوني او له امریکا څخه اغيزمن ولس نه، بلکې هغه افغانان دي چې د جنګسالارانو له زور زياتي ورهاخوا يې ستاسو لخوا هم ځاني او مالي زیانونه تجربه کړي دي. ډيرى خلک به د خپلو بيګناه وژل شويو خپلوانو له امله ستاسو په وړاندې غبرګون ښئي، خو تاسو دغه غبرګون دامریکائي اشغال اغيزې مه ګڼئ. په داسې حالاتو کې د مسؤلیت نه منل او د ظلمونو په وړاندې چوپ پاتې کیدل ستاسو لخوا عذر نه ګڼل کیږي.

د ټول افغانستان نيولو او په هېواد باندي د حکومت کولو تر منځ لوی توپیر شتون لري. تاسو هېواد ونيوه او د نيولو لپاره ټول اړين شرطونه مو پوره کړل، خو اوس تاسو ډیرو مدیریتي مهارتونو ته اړتیا لرئ چې تاسو يې تجربه او اړينه وړتيا نلرئ.  ترټولو مهمه خبره دا ده چې ستاسو په وړاندې خورا د لوړې کچې کورني او بهرني حساسیتونه شتون لري او تاسو د دغو حساسیتونو د ګراف راښکته کولو لپاره هیڅ کار نه دی کړی. له سنګري ځواک څخه سوله جوړونکی، ولس ته ارامي او خوښي راوستونکي ځواک جوړ شئ.

د ستونځو د حل لپاره په زړه پورې وړاندیزونو او نوښتونو سره رامخته شئ. خپلو هېوادوالو او نړيوالو ته دا ثابته کړئ چې تاسو له جګړې ورهاخوا د نوښت وړتیا هم لرئ، د مديريت ظرفیت لرئ د نظام جوړول مو هم زده دي، د ولس خپلولو هنر مو ياد دى. کار اهل کار ته د سپارلو اصل ته ژمنتيا هم لرئ او واقعاً غواړئ چې له نړۍ سره په سوله کې ژوند وکړئ.

ستاسو په حکومت کې دين او هېواد ته د ژمنو خلکو تر مشرتابه لاندې د يوه مشروع منل شوي او د پرمختګونو په لاره د روان اسلامي نظام د رامنځته کيدو لپاره هغه ټول اړين شرایط برابر شوي دي چې له تيرو لسيزو راهيسي مو غوښتل او ممکن بيا کله هم په دومره ښه او مساعد حالت کې قرار ونلرو. وېشلى پاشلى حکومت او د واک جزائر نشته. د قانون په پلى کيدو کې د معافیت کلتور نشته، زورواکان او جنګسالاران نشته او د فساد کچه په نسبي ډول ښکته ده.

حکومتونه تلپاتې نه وي. امپراتوري نسکورې شوې دي له همدغو شرایطو څخه اعظمي ګټه پورته کړئ. اوسنى د انډيوالي او ملائيت پربنسټ ولاړ حکومتي جوړښت ته د يوه مخ پر ودې اسلامي نظام بڼه ورکړئ. د افغانستان لپاره د داسې نظام بنسټ کيږدئ چې بيا څوک علما د ټولنې په اوږو باندي د بار په نوم ياد نه کړي، حکومت له نړيوالې ټولنې څخه د رسمیت پېژندلو لپاره عذرونه نه کوي، د پرديو لپاره د لاسوهنې ټولې لارې تړل شوې وي، کار اهل کار ته سپارل شوى وي، ځوانان مو د کار لپاره په قاچاقي لارو هېواد نه پريږدي او ولس مو پرديو خيراتونو ته د تل لپاره ناست نه وى

له نورو سیاسي ګوندونو، مذهبي او قومي ډلو او اغيز لرونکو مشرانو سره د اسلامي اصولو او ګډو ملي ګټو په چوکاټ کې ګډ کار کولو لپاره ځان چمتو کړئ. په عيني واقعيتونو ولاړ، زموږ له ارزښتونو سره سم اساسي قانون ترتيب تدوين او بيا له مشروع لارو څخه تصويب کړئ. له ټاکنیز سيستم رامنځته کولو پرته بله چاره نه لرو او يوازې تاسو کولاى شئ په ټاکنیز نظام کې داسې اصلاحات رامنځته کړئ چې اسلامي نظام، ملي ګټو ملي يووالى ته ژمن اشخاص پارلمان ته لاره ومومي. روڼتیا او د درغليو مخنیوي پکې تضمین، اهليت پکې خوندي، له ديني اصولو او ملي ارزښتونو سره په تقابل کې قرار نه لري، خو د خلکو د مستقیمو رایو پر بنسټ ټاکنې زموږ د ستونځو یوازینۍ حل لاره ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب