یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهنوی لمریز کال پیل شو، دا کال به کبیسه وي

نوی لمریز کال پیل شو، دا کال به کبیسه وي

تاند (چهارشنبه، د حمل لومړۍ) نن د ۱۴۰۳ هجري لمریز کال لومړی ورځ ده. دا ورځ په افغانستان، ایران او د سیمې په یو شمېر نورو هیوادونو کې د کال د نوي ورځې یا نوروز له کبله لمانځل کېږي.

په افغانستان کې د طالب چارواکو د بندیزونو په اوږده لیست کې د نوي کال لمانځنه هم شامله ده خو ډیر نور افغانان چې له هیواده بهر دي دا ورځ په یو نه یو ډول لمانځي.

طالبانو د خپل واک په تېره دوره کې هجري شمسي کالهنداره هم منع کړې وه خو دا ځل یې تر دې دمه لا منع کړې نه ده.

سږنی ۱۴۰۳هجري لمریز کال د ۲۰۲۴ میلادي کال په شان کبیسه کال دی، یعني د ۳۶۵ ورځو په ځای به دا کال ۳۶۶ ورځې وي.

د دې کال حوت به د ۲۹ ورځو په ځای ۳۰ ورځې وي.

په هرو څلورو کلونو کې یو کال کبیسه وي. په ۲۰۲۰ کې، چې د دوحې د تړون له کبله به مو هم په یاد وي ځکه چې دا موافقه د فبرورۍ په ۲۹ مه لاسلیک شوه، بیا تر سږ کال پورې هیڅ فبروري ۲۹ ورځې نه وه. بل وار به په ۲۰۲۸ کې فبروري ۲۹ ورځې وي یعني ۲۰۲۸ به کبیسه کال وي.

هوبهو په هجري شمي کالهنداره کې په هرو څلورو کلونو کې یو کال کبیسه وي.

خو څو استثناوې شته.

د یوه کال معنا دا ده چې له لمره د مځکې راګرځېدا بشپړه شي. مځکه له لمره په (365.24219.) ورځو یعني په ۳۶۵ ورځو، ۵ ساعتونو، ۴۸ دقیقو او ۵۶ ثانیو کې راچورلېدا بشپړوي. دې ته نجومي کال وايي.

که په هجري شمسي او میلادي کلونو کې کبیسه کال نه وای، دا کلونه به هم د هجري قمري کلونو په شان ګډوډ وو. یعني لکه څرنګه چې په هر هجري قمري کال کې ۱۰ ورځې توپیر راځي په دې کې به هم په هرو څلورو کلونو کې یوه ورځ بدلېده.

تاند خپلو ټولو لوستونکو ته د ۱۴۰۳ لمریز کال مبارکي وايي، خدای دې وکړي چې ټولو افغانانو ته بختور وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب