جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد جرمني پولیسو د داعش دوه افغان غړي تر یوې حملې مخکې...

د جرمني پولیسو د داعش دوه افغان غړي تر یوې حملې مخکې ونیول

تاند (سې شنبه، د حوت ۳۰ مه) په جرمني کې د فدرالي حکومت چارواکو نن وویل چې د دغه هیواد پولیسو دوه افغانان په دې تور نیولي چې د اسلامي دولت یا داعش د خرزاسان څانګړې غړي دي او غوښتل یې چې د سویډن پر پارلمان د حملې پلان جوړ کړي.

د شپېګل مجلې د راپور له مخې، د جرمني لویې څارنوالۍ نن په یوه خبرپاڼه کې د دغو دوو نیول شویو افغانانو نومونه ابراهیم او رامین وښودل او ویې ویل چې هغوی د جرمني د ختیځ په ګیرا Gera سیمه کې نیول شوي دي.

ابراهیم ۳۰ کلن او رامین ۲۳ کلن دی. دوی تېر کال له داعش سره یوځای شوي وو.

څارنوالان وايي چې رامین او ابراهیم غوښتل چې په سویډن کې د قرآنکریم د سوځولو له غچ د دغه هیواد پر پارلمان په برید سره واخلي.

په سویدن کې تېر کال یوه تن قران کریم ته اور ورته کړ. دا پېښه په اسلامي نړۍ کې وغندل شوه او طالبانو له دې کبله په افغانستان کې د سویډن د مرستندویې کمېټې فعالیتونه ودرول او په دې کار یې د سویډن پر ځای شاوخوا ۸ زره افغانانو ته، چې له دې موسسې سره یې کار کاوه او دغه راز میلیونو افغانانو ته چې د سویدن د کمېټې له خدماتو یې ګټه اخیسته، سزا ورکړه.

د سویډني رسنیو پر اساس، په دغه هیواد کې قرانکریم ته اور اچوونکی په خپل هیواد کې د نورو هیوادونو اتباعو ته د پناه مخالف و او ظاهراً یې قراڼ کریم ته له همدې کبله اور ورته کړی و.

د جرمني لویه څارنوالي وايي چې داعش د تېر کال په دوبي کې ابراهیم ته دنده سپارلې وه چې د سویډن د پېښې په بدل کې په اروپا کې تروریستي برید وکړي.

 د جرمني د لویې څارنوالۍ د خبرپاڼې پر اساس، ابراهیم غوښتل چې له رامین سره په ګډه د سویډن په پلازمېنه ستوکهولم کې د پارلمان په ساحو کې د وسلې په ذریعه پولیس او نور خلک ووژني.

د جرمني د څارنوالۍ په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې ابراهیم او رامین حملې ته ځانګړې تیاري نیولې وه.

د سویډن د استخباراتو یوې ویاندې کارین لوڅ Karin Lutz فرانس پرس خبري آژانس ته ویلي چې دې ادارې په یاده قضیه کې د جرمني له پولیسو سره همکاري کړې ده.

د سویډن حکومت د جنورۍ په میاشت کې د تروریستي بریدونو د خطر لپاره تدابیر اعلان کړي وو.

5 COMMENTS

  1. خوشی روانی_ روحی _ استخباراتی او تر ټولو مهمه استحماری لوبی دی.(استحمار = پر بل چا د خره ګومان).

  2. داسې ښکاري چې د داعش د لعنتي عقایدو پلویان ډیر شوي. الله ج دی دا پلیته فتنه ورکه کړي. ښه خو دا شوه چې هر مخ پتې اوس ځان رسوا کوي

  3. لکه د نجیب ګاؤ چاپلوسان چی شرمیدلی دی.
    باچا خوشی یو بی سواد او بی بصیرت کس دی چی د یو چا د تبصری د فهم توان نلری ، ګومان کوی چی غلام حضرت د داعش طرفدار دی حال دا چی غلام حضرت همیشه پدی عقیده دی چی داعش یوه غربی – عبری پروژه ده.

  4. دنجیب د سپې بلا په تا او ستا پر داعشي عقایدو شه! ستا په څیر د داعش سپیو د اسلام رنګه بده کړي. پاتي شوه د سواد او بیسواده خبره ستا له لیکنو املاح څخه هر څه لوستونکو ته ښکاره دي. د رسول ص قول ته سپک لیدل او د اسلام او رسول ص یارانو ته بې احترامي او ګستاخي نتیجه دا شوه چې الله ج په شرمو وشرمولي او له داعش سره دي خپل عقیدوی اړیکه او ارتباط ثابت کړو. له ټانډ څخه هیله کوم چې داسې ناولو او پلیتو تکفیریانو ته د خبرو پلټ فورم زمینه برابره نکړي. او دا داعشي چې په هرهیواد کې اوسیږي باید افغانان یې امنیتې ادارو ته معرفي کړي. ما دا یو څو کرښې ولیکلي خو په الله ج قسم که ته داعشي، تکفیري په دغو خبرو ارزي. الله ج دی تا او ستا دا داعشي او تکفیري عقیده د جهنم په اور ونازوي. امین!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب