جمعه, فبروري 6, 2026
Home+پاکستان، بنګله دېش او هند تر ټولو خرابه هوا لري

پاکستان، بنګله دېش او هند تر ټولو خرابه هوا لري

تاند- پاکستان، په ۲۰۲۳ م کال کې د هوا د خرابوالي له نظره د ورتېرو کلونو په شان د هغه جدول په سر کې پاته شو چې بنګله دېش اوهند ورپسې دي.

تېر میلادي کال د پاکستان، بنګله دېش، او هند په هوا کې د ذرو غلظت د هغه څه ۱۵ برابره زیات و چې د روغتیا نړیوال سازمان معیار یا ستندرد ټاکلی دی.

تر ۲ اعشاریه ۵ مایکرون کوچنیو ذرو غلظت، چې سږو ته سخت زیان اړوي، په پاکستان کې نژدې ۷۴ مایکرون ګرامه او په بنګله دېش کې نژدې ۸۰ مایکرو ګرامه و. د روغتیا د نړیوال سازمان ستندرد تر پنځه مایکرو ګرامه کم دی.

افریقايي هیواد چاد، چې په ۲۰۲۲ م کال کې د هوا له نظره د نړۍ تر ټولو ککړ هیواد پېژندل شوی و، د ۲۰۲۳ په جدول کې نه شته.

خو ۷ هیوادونه د روغتیا د نړیوال سازمان له معیارونو سره سم د هوا د پاکوالي له نظره پاک هیوادونه ګڼل شوي دي: فنلنډ، استرالیا، استونیا، ګراناډا، په افریقا کې موریشیس، آیسلنډ‌ او نیوزیلنډ‌.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...