شنبه, اپریل 27, 2024
Home+وردګ د تاریخ په بهیر کې سیمینار

وردګ د تاریخ په بهیر کې سیمینار

 لومړۍ مقاله

۲۰۱۶ – اګست – کابل)

( سریزه) 

په تېره یوه لسیزه کې په افغانستان کې یو ښه پرمختګ دا وشو چې یو شمېر علمي او فرهنګي کړیو یا شخصیتونو د هېواد د ځینو ولایاتو د پېژندګلوي سیمینارونه جوړ کړل. (بامیان د تاریخ په بهیر کې)، (هرات د تاریخ په بهیر کې) او همدا راز د کندهار، بلخ، ننګرهار، کونړ، پکتیا او ځینو نورو ولایاتو د پېژندګلوي سیمینارونو، دا ګټه ورسوله چې پوهانو او محققینو د پاسنیو ولایاتو د جغرافیې، تاریخ، خلکو، مدنیت، اقتصاد، پخوانیو ویاړونو او اوسنیو امکاناتو او دریځونو په هکله علمي او څیړنېزه مقالې ولیکلي، نوې څیړنې وشوې، رسنیز بحثونه وشول او کتابونه خپاره شول. شک نشته چې د افغانستان ځینې ولایات لکه کندهار، غزني، هرات، بلخ، بامیان او نور دومره تاریخي ویاړونه، شخصیتونه او ځلانده سابقه لري چې په ډېرو سیمینارونو ارځي؛ خو که په نورو ولایاتو هم کار او علمي څیړنې وشي، په ایرو کې به ډېر پټ لعلونه برسیره او داسې بریاوې ترلاسه شي چې اوس یې اټکل هم نه شي کېدای!

 له نن څخه نژدې درې کاله مخکې ما هم داسې فکر وکړ چې د هېواد د علمي مراکزو او پوهانو په مرسته د وردګو پېژندیې سیمینار جوړ کړو. په لومړي سر کې مې له یو شمېر مشرانو او ځوانانو سره وکتل، علمي مراکزو ته لاړم، دولتي چارواکي مې ولیدل، برېښنالیکونه مې واستول او د افغانستان له یو شمېر محترمو استادانو او پوهانو څخه مې وغوښتل چې په دې برخه کې زما لاس ونیسي او د وردګو د تاریخ، جغرافیې، انسان پیژندنې، فولکلور، پخوانیو ویاړونو، شخصیتونو، اوسنیو ستونزو او پراختیایي ظروفو او امکاناتو په هکله علمي او څېړنېزه مقالې او کتابونه ولیکي او مرسته وکړي چې په یو مناسب وخت کې یو ښه علمي سیمینار ولرو. 

د دې کار د پیل د لومړني مکتوب سکن یا فتوکاپي په دې کتاب کې شته چې د اطلاعاتو او کلتور وزیر داکتر سید مخدوم رهین په نامه استول شوی و. له دې څخه یو کال وروسته زما فردي هڅه په ډله ییز کار واوښته، یو شمېر فرهنګپاله شخصیتونو د مرستی ملا وتړله او د سیمینار له پاره ګډ کار پیل شو. په دې لومړنیو ټیمي کارونو کې د استاد حبیب الله رفیع، د کوهار دفتر مشر داکتر نعیم سلیمي او ګوربت راډیو مدېرې آغلې محموده تقوی ونډه درنه او د یادولو وړ ده. استاد حبیب الله رفیع له پرله پسې ناروغیو سره- سره تل مرستندوی پاته شو. له دې وروسته بیا له ډېرو پوهانو، علمي شخصیتونو، لیکوالو، ژباړونکو، مؤلفینو، څېړونکو، کارپوهانو، دولتي چارواکو، قومې مخورو او ارګانونو سره مشورې وشوې چې ځینو مثبت غبرګون وښود او معنوي مرستی یې وکړي؛ خو ځینو خپل وخت دومره مهم وباله چې په دې سیمینار یې ضایع نه کړ!

 ما سیمینار ته د علمي مقالو د لیکلو له پاره، له ګڼ شمېر افغاني علماوو – پوهانو او څېړونکو سره نژدې په ټوله نړۍ (آسیا، استرالیا، اروپا او آمریکا) کې د تلفون او برېښنالیک له لارې اړیکی ونیولې او له دوی څخه می بار- بار غوښتي چې مقالې ولیکي. د هغه استادانو دې کور ودان وي چې زموږ غوښتنو ته یې مثبت ځواب راکړی او مقالې یې رالېږلي. په هېواد کې د ننه هم ډېر تماسونه نیول شوي او لکه چې ښاغلي لوستونکي به یی د سیمینار د مقالو په ټولګه کې وویني، له امریکا، سویدن، خوست، بلخ، لغمان، بهسود او پروان څخه هم مقالې لرو چې لړ یې دا دی او په دې ټولګه کې ستاسو درانه حضور ته رسیدلي: 

1 – استاد حبیب الله رفیع، د علومو اکاډمي، د وردګو په خوات کی خروشتي ډبرلیکونه، 

2 – پوهاند غالم جیلاني عارض، کابل پوهنتون، نقش غازي محمد جان خان در جنګ دوم افغان و انګلیس، 

3 – څیړنوال عبدالحکیم رامیار، د علومو اکاډمۍ؛ د وردګو اقتصادي پراختیا، امکانات او ستونزي، 

4 – پوهاند داکتر مجاور احمد زیار، برتانیا / اکسفورد ښار، وردګ، وردک، ویهارادک، ویاردک، 

 5 – انجنیر محمد عارف رسولي، نړیوال بانک/ کابل، د وردګو د بیوزلۍ د ورک کولو لارې چارې،

 6 – ګل آغا احمدي، د پوهنی وزارت، ښوونه او روزنه په وردګو کې، 

7 – ګل آغا احمدي، د پوهنې وزارت، د وردګو د واده دود، 

8 – احسان الله آرینزی، افغان بیسیم، د خواجه اسمعیل شنیزي ژوند او مزار، 

9 – محمد نبي ساحل، نوی زیلند؛ مستوفي حبیب الله وردګ، تدبر او دیپلوماتیکي هڅې، 

10 – داکتر خالق رشید، علیګر پوهنتون/ هند، د وردګو ډیر جغرافیایي نومونه سانسکریت دي،

 11 – حبیب الرحمن رحیمي، د ماشومانو د ملاتړ اداره، په ګلدره کې د تقویم نښې، 

12 – پوهنوال رسول باوري، لرغونی خروشتی لیکدود او د هغه خواتي بیلګه، 

13 – حیات الله حلیم، لیکوال، د جغتو برله باد،

 14 – حیات اهلل حلیم، لیکوال، کږه بی بی یا دختر سنګ،

 15 – محمد زبیر شفیقي، لیکوال او ژباړونکی، د جهاد په لویه حماسه کې د وردګو ونډه، 

15 – څیړندوی بخت محمد بختیار، د علومو اکاډمۍ، د افغانستان اساسي قانون او سیمه ییزه اداره، 

16 – عبدالودود بشریار،لیکوال/ لغمان، شنیځ د پښتو یو زوړ ویی دی، 

17 – عبدالودود بشریار، لیکوال/ لغمان، وردګ او وردګي ګړدود، 

18 – لیلا خرم، څیړونکی، وردګ او وردګي ټبر، 

19 – اورنګ مختار، د ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ مشر؛ د وردګو تاریخي، فرهنګي او اقتصادي ژوند ته یوه کتنه،

20 – اورنګ مختار، د ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ مشر؛ د عبدالعلی مستغنی ژوند لیک، 

21 — پوهنوال سلطان محمد انصاري، د بلخ پوهنتون استاد، جغرافیای عمومی ولایت میدان وردګ، 

22 – انجنیر محمد عارف رسولی، نړیوال بانک/ کابل، د وردګو پوهنتون ارځښت،  

23 – کاندید اکادیمیسن محمد اعظم سیستانی، سویډن / مورخ، نقش مردم وردګ و هزاره در پادشاهی حبیب الله کلکانی، 

24 احسان الله آرینزی، د پوهاند عبدالقیوم وردګ ژوند، 

25– پوهاند لطف الله صافی، کابل پوهنتون، میدان وردک د تاریخ په اوږدو کی، 

26 – استاد محمد عظیم عظیمی، د ښار جوړولو وزارت د پلان رییس، پلان ده ساله انکشاف اقتصادي و اجتماعي ولایت میدان وردګ،

 27 – سردار روشن، په ارګ کې مشاور، د پخوانی والي احمد شاه روشن ژوند لیک،

 28 – انجنییر محمد عارف رسولي، په وردګو کې د یوه ټولنیز مرکز اړتیا، 

29 — انجنییر محمد یاسین نوری، نړیوال بانک- کابل، د وردګو ټولنیزی پرمختیاوی، 

30 — اورنګ مختار،غازی مومین خان او د چک شاهی کال،

 پاس هغه مقالې دي چې عملاً موږ ته رسېدلي او په دې ټولګه کې ستاسو په حضور کی دې. د سیمینار جوړونکې کمېټې د چا په مقاله کې هېڅ راز متني بدلون نه دی راوستی، یوازي فواصل یې مراعات کړي چې د مطالبو لوستل آسانه شي، ځینو ښاغلو لیکوالو حتی د املا، انشا او ګرامر لومړنی اصول نه دي مراعات کړي چی مسوولیت یې خپل دی. محترم انجنیر عارف رسولی د وردګو د لوړو زده کړو موسسې د کرنې پوهنځي ته وردګ پوهنتون لیکلي، ښاغلی حیات الله حلیم د جغتو د کږې بي بی یا دختر سنګه په هکله مقاله لیکلې؛ خو یو عکس یی په موږ نه دی پیرزو کړی او داسې نورې نیمګړتیاوې چې د بریاوو په وړاندې کمرنګه ښکاري، یو دوو کسانو بې له اخځونو او منابعو لیکنې کړې، په یو دوه ځایونو کې د افغانستان اقوامو او مذاهبو ته په کمه سترګه کتل شوي؛ خو په ټوله کې د علمي او څېړنیزه مقالو تله ډېره درنه ده او تاسو ګران لوستونکي به یې په لوستلو پښیمانه نه شئ. 

 نا ویلې دې نه وي پاته چې یو شمېر حضراتو د سیمینار د جوړېدو د هماغه لومړنیو هڅو په وخت کې د مقالو د لیکلو ژمنی کړې وی، چې عملي نه شوی: 

1 – داکتر محمد حسن کاکړ، امریکا متحده ایاالت/ مورخ، مستوفی حبیب الله وردګ،

 2 – محمد صادق ژړک، په پاکستان کې د آزادی راډیو خبریال، د کوټی وردک ښاروال، 

3 – داکتر هدایت الله، د یوسف خیلو اخندزاده ژوند، 

4– کمیسار احمد بلال وردک، وزیر غالم محمد خان وردګ، 

6 – داکتر ویس وردګ، امریکا متحده ایاالت، د وردګو امنیتي حالت ته یوه کتنه، 

ښه خبره دا ده چی یو شمېر ښاغلو او آغلو د سیمینار له پاره خپل کتابونه موږ ته وسپارل چې ټول د وردګو په هکله دی او د دې بختور مناسبت له پاره خپاره شوی:

 1– غازي محمد جان خان د هند د برتانوي آرشیف د یو لیک په غورچاڼ کې، داکتر عبدالخالق رشید، دویم چاپ، نوي کتنه، د سپوږمۍ راډیو له خوا، 

2 – د انجوګانو رول د وردګو په بیا رغاونه کې، داکتر محمد نعیم سلیمي، د کوهار دفتر له خوا،

 3 – د ګوربت لمن، حبیب الرحمن، د بهیر مطبعې له خوا،

 4 – وردګ د نیکمرغۍ او بدمرغۍ تر مینځ، فرقانی، د بهیر مطبعې له خوا،

 5 – د وردګو د ښادۍ سندرې، ساره سادات، د رفیع کلتوری ټولنی له خوا، 

6 – وردګ پوهنه، ګل آغا احمدي، د ملي پانګوال حاجي خان محمد په لګښت، 

7 ولسي لوبې، محب اهلل شریف زوی، د ځوانانو بهیر مشر ویس سلطانی په لګښت، 

وردګ د تاریخ په بهیر کې سیمینار

۲۰۱۶ – اګست – کابل)

په تېره یوه لسیزه کې په افغانستان کې یو ښه پرمختګ دا وشو چې یو شمېر علمي او فرهنګي کړیو یا شخصیتونو د هېواد د ځینو ولایاتو د پېژندګلوي سیمینارونه جوړ کړل. (بامیان د تاریخ په بهیر کې)، (هرات د تاریخ په بهیر کې) او همدا راز د کندهار، بلخ، ننګرهار، کونړ، پکتیا او ځینو نورو ولایاتو د پېژندګلوي سیمینارونو، دا ګټه ورسوله چې پوهانو او محققینو د پاسنیو ولایاتو د جغرافیې، تاریخ، خلکو، مدنیت، اقتصاد، پخوانیو ویاړونو او اوسنیو امکاناتو او دریځونو په هکله علمي او څیړنېزه مقالې ولیکلي، نوې څیړنې وشوې، رسنیز بحثونه وشول او کتابونه خپاره شول. شک نشته چې د افغانستان ځینې ولایات لکه کندهار، غزني، هرات، بلخ، بامیان او نور دومره تاریخي ویاړونه، شخصیتونه او ځلانده سابقه لري چې په ډېرو سیمینارونو ارځي؛ خو که په نورو ولایاتو هم کار او علمي څیړنې وشي، په ایرو کې به ډېر پټ لعلونه برسیره او داسې بریاوې ترلاسه شي چې اوس یې اټکل هم نه شي کېدای!

 له نن څخه نژدې درې کاله مخکې ما هم داسې فکر وکړ چې د هېواد د علمي مراکزو او پوهانو په مرسته د وردګو پېژندیې سیمینار جوړ کړو. په لومړي سر کې مې له یو شمېر مشرانو او ځوانانو سره وکتل، علمي مراکزو ته لاړم، دولتي چارواکي مې ولیدل، برېښنالیکونه مې واستول او د افغانستان له یو شمېر محترمو استادانو او پوهانو څخه مې وغوښتل چې په دې برخه کې زما لاس ونیسي او د وردګو د تاریخ، جغرافیې، انسان پیژندنې، فولکلور، پخوانیو ویاړونو، شخصیتونو، اوسنیو ستونزو او پراختیایي ظروفو او امکاناتو په هکله علمي او څېړنېزه مقالې او کتابونه ولیکي او مرسته وکړي چې په یو مناسب وخت کې یو ښه علمي سیمینار ولرو. 

د دې کار د پیل د لومړني مکتوب سکن یا فتوکاپي په دې کتاب کې شته چې د اطلاعاتو او کلتور وزیر داکتر سید مخدوم رهین په نامه استول شوی و. له دې څخه یو کال وروسته زما فردي هڅه په ډله ییز کار واوښته، یو شمېر فرهنګپاله شخصیتونو د مرستی ملا وتړله او د سیمینار له پاره ګډ کار پیل شو. په دې لومړنیو ټیمي کارونو کې د استاد حبیب الله رفیع، د کوهار دفتر مشر داکتر نعیم سلیمي او ګوربت راډیو مدېرې آغلې محموده تقوی ونډه درنه او د یادولو وړ ده. استاد حبیب الله رفیع له پرله پسې ناروغیو سره- سره تل مرستندوی پاته شو. له دې وروسته بیا له ډېرو پوهانو، علمي شخصیتونو، لیکوالو، ژباړونکو، مؤلفینو، څېړونکو، کارپوهانو، دولتي چارواکو، قومې مخورو او ارګانونو سره مشورې وشوې چې ځینو مثبت غبرګون وښود او معنوي مرستی یې وکړي؛ خو ځینو خپل وخت دومره مهم وباله چې په دې سیمینار یې ضایع نه کړ!

 ما سیمینار ته د علمي مقالو د لیکلو له پاره، له ګڼ شمېر افغاني علماوو – پوهانو او څېړونکو سره نژدې په ټوله نړۍ (آسیا، استرالیا، اروپا او آمریکا) کې د تلفون او برېښنالیک له لارې اړیکی ونیولې او له دوی څخه می بار- بار غوښتي چې مقالې ولیکي. د هغه استادانو دې کور ودان وي چې زموږ غوښتنو ته یې مثبت ځواب راکړی او مقالې یې رالېږلي. په هېواد کې د ننه هم ډېر تماسونه نیول شوي او لکه چې ښاغلي لوستونکي به یی د سیمینار د مقالو په ټولګه کې وویني، له امریکا، سویدن، خوست، بلخ، لغمان، بهسود او پروان څخه هم مقالې لرو چې لړ یې دا دی او په دې ټولګه کې ستاسو درانه حضور ته رسیدلي: 

1 – استاد حبیب اهلل رفیع، د علومو اکاډمي، د وردګو په خوات کی خروشتي ډبرلیکونه، 

2 – پوهاند غالم جیلاني عارض، کابل پوهنتون، نقش غازي محمد جان خان در جنګ دوم افغان و انګلیس، 

3 – څیړنوال عبدالحکیم رامیار، د علومو اکاډمۍ؛ د وردګو اقتصادي پراختیا، امکانات او ستونزي، 

4 – پوهاند داکتر مجاور احمد زیار، برتانیا / اکسفورد ښار، وردګ، وردک، ویهارادک، ویاردک، 

 5 – انجنیر محمد عارف رسولي، نړیوال بانک/ کابل، د وردګو د بیوزلۍ د ورک کولو لارې چارې،

 6 – ګل آغا احمدي، د پوهنی وزارت، ښوونه او روزنه په وردګو کې، 

7 – ګل آغا احمدي، د پوهنې وزارت، د وردګو د واده دود، 

8 – احسان الله آرینزی، افغان بیسیم، د خواجه اسمعیل شنیزي ژوند او مزار، 

9 – محمد نبي ساحل، نوی زیلند؛ مستوفي حبیب الله وردګ، تدبر او دیپلوماتیکي هڅې، 

10 – داکتر خالق رشید، علیګر پوهنتون/ هند، د وردګو ډیر جغرافیایي نومونه سانسکریت دي،

 11 – حبیب الرحمن رحیمي، د ماشومانو د ملاتړ اداره، په ګلدره کې د تقویم نښې، 

12 – پوهنوال رسول باوري، لرغونی خروشتی لیکدود او د هغه خواتي بیلګه، 

13 – حیات الله حلیم، لیکوال، د جغتو برله باد،

 14 – حیات اهلل حلیم، لیکوال، کږه بی بی یا دختر سنګ،

 15 – محمد زبیر شفیقي، لیکوال او ژباړونکی، د جهاد په لویه حماسه کې د وردګو ونډه، 

15 – څیړندوی بخت محمد بختیار، د علومو اکاډمۍ، د افغانستان اساسي قانون او سیمه ییزه اداره، 

16 – عبدالودود بشریار،لیکوال/ لغمان، شنیځ د پښتو یو زوړ ویی دی، 

17 – عبدالودود بشریار، لیکوال/ لغمان، وردګ او وردګي ګړدود، 

18 – لیلا خرم، څیړونکی، وردګ او وردګي ټبر، 

19 – اورنګ مختار، د ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ مشر؛ د وردګو تاریخي، فرهنګي او اقتصادي ژوند ته یوه کتنه،

20 – اورنګ مختار، د ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ مشر؛ د عبدالعلی مستغنی ژوند لیک، 

21 — پوهنوال سلطان محمد انصاري، د بلخ پوهنتون استاد، جغرافیای عمومی ولایت میدان وردګ، 

22 – انجنیر محمد عارف رسولی، نړیوال بانک/ کابل، د وردګو پوهنتون ارځښت،  

23 – کاندید اکادیمیسن محمد اعظم سیستانی، سویډن / مورخ، نقش مردم وردګ و هزاره در پادشاهی حبیب الله کلکانی، 

24 احسان الله آرینزی، د پوهاند عبدالقیوم وردګ ژوند، 

25– پوهاند لطف الله صافی، کابل پوهنتون، میدان وردک د تاریخ په اوږدو کی، 

26 – استاد محمد عظیم عظیمی، د ښار جوړولو وزارت د پلان رییس، پلان ده ساله انکشاف اقتصادي و اجتماعي ولایت میدان وردګ،

 27 – سردار روشن، په ارګ کې مشاور، د پخوانی والي احمد شاه روشن ژوند لیک،

 28 – انجنییر محمد عارف رسولي، په وردګو کې د یوه ټولنیز مرکز اړتیا، 

29 — انجنییر محمد یاسین نوری، نړیوال بانک- کابل، د وردګو ټولنیزی پرمختیاوی، 

30 — اورنګ مختار،غازی مومین خان او د چک شاهی کال،

 پاس هغه مقالې دي چې عمالا موږ ته رسېدلي او په دې ټولګه کې ستاسو په حضور کی دې. د سیمینار جوړونکې کمېټې د چا په مقاله کې هېڅ راز متني بدلون نه دی راوستی، یوازي فواصل یې مراعات کړي چې د مطالبو لوستل آسانه شي، ځینو ښاغلو لیکوالو حتی د املا، انشا او ګرامر لومړنی اصول نه دي مراعات کړي چی مسوولیت یې خپل دی. محترم انجنیر عارف رسولی د وردګو د لوړو زده کړو موسسې د کرنې پوهنځي ته وردګ پوهنتون لیکلي، ښاغلی حیات الله حلیم د جغتو د کږې بي بی یا دختر سنګه په هکله مقاله لیکلې؛ خو یو عکس یی په موږ نه دی پیرزو کړی او داسې نورې نیمګړتیاوې چې د بریاوو په وړاندې کمرنګه ښکاري، یو دوو کسانو بې له اخځونو او منابعو لیکنې کړې، په یو دوه ځایونو کې د افغانستان اقوامو او مذاهبو ته په کمه سترګه کتل شوي؛ خو په ټوله کې د علمي او څېړنیزه مقالو تله ډېره درنه ده او تاسو ګران لوستونکي به یې په لوستلو پښیمانه نه شئ. 

 نا ویلې دې نه وي پاته چې یو شمېر حضراتو د سیمینار د جوړېدو د هماغه لومړنیو هڅو په وخت کې د مقالو د لیکلو ژمنی کړې وی، چې عملي نه شوی: 

1 – داکتر محمد حسن کاکړ، امریکا متحده ایاالت/ مورخ، مستوفی حبیب الله وردګ،

 2 – محمد صادق ژړک، په پاکستان کې د آزادی راډیو خبریال، د کوټی وردک ښاروال، 

3 – داکتر هدایت الله، د یوسف خیلو اخندزاده ژوند، 

4– کمیسار احمد بالل وردک، وزیر غالم محمد خان وردګ، 

6 – داکتر ویس وردګ، امریکا متحده ایاالت، د وردګو امنیتي حالت ته یوه کتنه، 

ښه خبره دا ده چی یو شمېر ښاغلو او آغلو د سیمینار له پاره خپل کتابونه موږ ته وسپارل چې ټول د وردګو په هکله دی او د دې بختور مناسبت له پاره خپاره شوی:

 1– غازي محمد جان خان د هند د برتانوي آرشیف د یو لیک په غورچاڼ کې، داکتر عبدالخالق رشید، دویم چاپ، نوي کتنه، د سپوږمۍ راډیو له خوا، 

2 – د انجوګانو رول د وردګو په بیا رغاونه کې، داکتر محمد نعیم سلیمي، د کوهار دفتر له خوا،

 3 – د ګوربت لمن، حبیب الرحمن، د بهیر مطبعې له خوا،

 4 – وردګ د نیکمرغۍ او بدمرغۍ تر مینځ، فرقانی، د بهیر مطبعې له خوا،

 5 – د وردګو د ښادۍ سندرې، ساره سادات، د رفیع کلتوری ټولنی له خوا، 

6 – وردګ پوهنه، ګل آغا احمدي، د ملي پانګوال حاجي خان محمد په لګښت، 

7 ولسي لوبې، محب اهلل شریف زوی، د ځوانانو بهیر مشر ویس سلطانی په لګښت، 

 — ځوان لیکوال ښاغلي وحدت خپل انګریری ژپئ ناول، د دې سیمینار په نامه خپور کړ،

9 – د وردګو پېژندنې د علمې سیمینار د مقالو ټولګه، د احسان الله آرینزی په زیار، د سیمینار د جوړولو د کمیټې په لګښت، 

په دې کتاب کې دا څو مقالې چې پخوا د غازی محمد جانخان د سیمینار یا وردګو په هکله لیکل شوی وې هم راغلي: 

1 – د غازي محمد جان خان ژوند او مبارزه، حیات الله حلیم، 

2 – غازي محمد جان خان د ولس په زړونو او سندرو کې، استاد حبیب الله رفیع، 

3 – غازي محمد جان خان او د هغه په نوم یاده سکه، پوهنوال رسول باوري، 

4 – غازي محمد جان خان قهرمان با عزم ولې بی ادعا، محقق محمد فاضل شریفي، 

5 جنګ دوم افغان و انګلیس و نقش غازي محمد جان خان در آن، معاون سرمحقق عبدالحکیم صافی، 

6 غازي محمد جان خان او د هغه ولسي او پوځي نفوذ، سید امین مجاهد، 

7 – د وردګو پېژندګلوي، ثابت، کابل مجله، 

سیمینار به له خیره دوه ورځې وي. لومړنۍ پرانستونکې غونډه په کابل کې. د ولسمشر، کابل پوهنتون او د علومو اکادمۍ پیامونه، د سیمینار د جوړونکې کمیټې خبرې، 4-3 مقالې، علمي بحثونه او د کتابونو وېش. ماښام احتمالا په میدان ښار کې ادبي بنډار او مشاعره، د سیمنار دویمه او اصلي ورځ به په غازي کریم خان تالار کې وي. په دې ورځ به څو مقالي د لیکوالو له خوا ولوستل شي؛ خو ټولې مقالې به مخکې تر مخه په کتابي بڼه د سیمینار برخه والو ته وېشل شوې وي.

 د سیمینار له جوړېدو مخکې به ډېره هڅه وشي چې د هېواد رسنۍ د وردګو پېژندنې په هکله ځانګړې خپروني ولري او څیړنېز ګردي میزونه جوړ کړي. په دې ورځ به له ټول هېواد او په تېره بیا کابل او وردګو څخه ګڼ شمېر مېلمانه په تالار کې حضور ولري، غرمنۍ ډوډۍ به تیاره وي، په تفریح کې به ځوانان اتڼونه کوي، بهر به په انګړ کې د صدیق مخترع د کارونو او د وردګو لیکوالو، څېړونکو، مولفینو او ژباړونکو د آثارو او د عکسونو او انځورونو کمکی نندارتون جوړ وي، د وردګو جامې به ښودل کېږي او رسنۍ به د سیمینار د ژوندیو راپورونو او مرکو په خپرولو لګیا وي. 

 د دې سیمینار د جوړېدو له پاره په پاسنیو علماوو او پوهانو سربېره یو شمېر محترمو قومي شخصیتونو او شتمنو ځوانانو په فرهنګي، خدماتي او لوژستکي برخو کې فعاله برخه اخستی چې دلته یې یادول په کار دي: 

1 – د مشرانو جرګې مرستیال انجینر حسیب اهلل کلیمزی د وردګو لیکوالو، ژباړونکو، څېړونکو او فرهنګیانو د کتابونو نندارتون جوړوی، 

2 – د بهیر مطبعی خاوند محترم شېرباز کمین زاده دوه کتابونه او د اړتیا وړ قرطاسیه چاپ کړی، 

3 – د کوهار دفتر مشر ډاکتر محمد نعیم سلیمی د یوه کتاب په خپرولو سربیره 1500 ډالر نقدي مرسته کړې،

4 – انجنیر خالد وردک د سیمینار د لومړنیو لګښتونو له پاره 500 ډالر نقدي مرسته کړې، 

5 سپوږمۍ راډیو یو کتاب چاپ کړی، 

6 – رفیع کلتوری ټولنی یو کتاب چاپ کړی، 

 7 – ملی پانګه وال حاجی خان محمد د یو کتاب د خپراوی لګښت په غاړه اخیستی،

 9 – د ځوانانو بهیر مشر ویس سلطانی د یو کتاب د خپراوی لګښت په غاړه اخستی، 

10 – د ولایت د امنیت رییس محترم انجنیر طاووس 30000 افغانی مرسته کړي،

11 – د بیات بنسټ مرستیال حاجی محمد اسمعیل شاه سمند  30000 افغانی مرسته کړی،

12 د وردګو د اطاعاتو او فرهنګ رییس اورنګ مختار او ښاغلی محب الله شریفزی د ځینو تاریخي آثارو عکسونه برابر کړي چی د سیمینار د کمیتی په لګښت چاپ شوی،

11 – د وردګو جامو نندارتون احسان الله آرینزی په غاړه اخستی،

د دې په څنګ کې دوه دریو حضراتو هم لږ مرسته کړې ، چې خپله یې د نومونو نه خپرول وره بللی.

 ښاغلو او آغلو! ما شخصاً او د وردګو پېژندنې د سیمینار د جوړولو کمکی جرګه ګۍ په خپلو لومړنیو برېښنا لیکونو او پیامونو کې هم لیکلي وو چې دا به یو بشپړ او په تول پوره سیمینار نه وي؛ خو داسې یو نیک بنسټ به کېښودل شي چې سبانیو علمي کارونو ته لار پرانیزي او اوسني تکړه ځوانان او څېړونکی دې ته وهڅوي چې د وردګو د سیمې، تاریخ، جغرافیې، خلکو، دودونو، شخصیتونو،  بهیرونو، بریاوو، ستونزو او ظرفیتونو په هکله څېړني وکړي، کتابونه ولیکي او له خیره داسې سیمینارونه جوړ کړي چې موږ نړۍ ته هسی وپېژني لکه چې ښایي.

 په پای کې دا خبره د یادولو وړ ده چې ځینو ښاغلو لیکوالو او محقیقینو د سیمینار له جوړونکی جرګه ګۍ سره ډېره علمي او معنوي مرسته کړی، خو ځنی ذوات دومره بوخت وو چې ان د خپلو کورنیو او پلرونو د پېژندګلویو لیکلو یا د معلوماتو برابرولو ته چمتو نه وو او زموږ په کراتو غوښتنې یې بابېزه وګڼلی. د ګوربت راډیو مشری بی بی محموده تقوی د دې جرګه ګۍ د منشی په توګه او د ګنج اونیزی کمپوزیتور او ډیزاینر احسان الله مومند د دې سیمینار د مقالو د ترتیب له پاره ډېر کار کړی، د دواړو کورونه ودان! 

په پای کې باید په ډېره خواشینۍ سره ووایم چې د وردګو پېژندنې د سیمینار ملاتړي، دروند ملي شخصیت، پوهاند غالم جیالني عارض، د سیمینار د لومړنۍ مقالې لیکوال (نقش غازي محمد جانخان در جنګ دوم افغان و انګلیس) د سیمینار د جوړیدو په درشل کې په حق ورسېد. الله دې پرې ورحمېږي استاد یوه میاشت مخکې هم د کارپه پرمختګ خوشالي څرګنده کړه او ژمنه یې وکړه چې خپله مقاله به په خپله واورئ. استاد هغه لومړنی څوک و چې د وردګو پېژندنې سیمینار له پاره یې په همغه لومړنیو اونیو کې مقاله بشپړه او ماته وسپارله. بله خبره چې د یادولو وړ ده، دا ده چې د بلوچستان پوهنتون متقاعد استاد، لیکوال او ژورنالیست، ښاغلي استاد سیال کاکړ د خپل عمر په اتیا کلنۍ کې د وردګو او وردګي په هکله یو پنډ کتاب لیکلی چې په کوټه کې چاپ شوی. ښاغلي استاد به انشاالله په دی په سیمنار کې برخه ولري او کتاب به یې هم به ګډوالو ووېشل شي.

 تر بیا پوری مو په خدای سپارم. ښاد او بریالي اوسئ.

 په درناوی احسان الله آرینزی 

2016/08/09 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب