شنبه, اپریل 27, 2024
Homeسپورتد هند په غوره لیګ کې د دوو افغان لوبغاړو لومړۍ مسابقه

د هند په غوره لیګ کې د دوو افغان لوبغاړو لومړۍ مسابقه

د هند په غوره لیګ یا آی پي ایل کې نن دوه افغان لوبغاړي ولوبېدل.
راشدخان او عظمت الله عمرزی د مومبی اڼدینز په وړاندې د ګوجرات ټایټانز لوبډلې لپاره هم باولینګ او هم بیټنګ وکړ.
عمرزي په توپ وهنه (بېټنګ) کې په ۱۱ توپونو ۱۷ منډې وکړې او په باولینګ یا توپ اچونه کې یې دوه تر ټولو مهم او پیلګر لوبغاړي وسوځول.
ده په ۳ اورونو کې د ۲۷ منډو د ورکولو ترڅنګ ۲ لوبغاړي وسوځول خو له راشدخان سره مقابلې لوبډلې له ډېر احتیاطه کار واخیست. راشد خان کوم لوبغاړی ونه سوځاوه خو د نورو باولرانو په نسبت یې کمې منډې ورکړې. ده په ۴ اورونو کې ۲۳ منډې ورکړې چې دې ټیټې اکانومي د مومبي انډینز لوبډله تر فشار لاندې راوسته.
راشدخان په توپ وهنه کې په درو توپونو ۴ ناسوځېدلې منډې وکړې. د دوی ټیم مومبي انډینز په ۶ منډو ماته کړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب