شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهپه عام محضر کې د نارینه او ښځینه وو پر سنګسار او...

په عام محضر کې د نارینه او ښځینه وو پر سنګسار او درو وهلو د ملا هبت الله ټینګار

تاند (یکشنبه، د حمل ۵ مه) د طالبانو عمومي مشر ملا هبت الله اخوند زاده په خپله یوه رسنیزه کړې وینا کې نن ټینګار وکړ، چې رژیم به یې د هغو کړنو په دوام چې دی یې د « اسلامي حدودو» تطبیق ګڼي، کلک ودریږي او د دوی له نظره پر دغو مجازاتو مستحق نارینه او ښځې به په عام محضر کې مجازات کړي.

هبت الله، چې دغه وینا یې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان له ملي راډیو څخه خپره شوې، دا هم ویلي چې دا کړنې به له ټولو هغو اعتراضونو سره وکړي، چې نړیوال یې د دیموکراسۍ خلاف ګڼي.

هغه په خپله دغه وینا کې ادعا کړې، چې دی د ځمکې پر مخ د « خدای استازیتوب» کوي او د هغه احکام به عملي کړي.

د ده په وینا، د دې کار لپاره ۲۰ کاله بهرنیانو سره جنګیدلي او ۲۰ کاله نور جنګیدو ته هم ولاړ دي.

د ملا هبت الله دغو څرګندونو ته یو شمېر شنونکو بېلابېل غبرګونونه ښودلي.

د پخوانۍ ولسي جرګې غړې شاه ګل رضایي وایي چې هبت الله په دې څرګندونو یو ځل بیا وښوده، چې طالبان هیڅ نه دي بدل شوي او په دې اړه د دوی د افغان او لویدیزو لابي ګرانو تبلیغات بې اساسه دي.

یو بل شنونکی سید بلال احمد فاطمي بیا باور لري، چې د طالبانو تر ۸۰ سلنې پورې مشران او غړي د نجونو د زده کړو په ګډون په ډېرو موضوعاتو کې له هبت الله سره همغږي نه دي.

ځینې نور شنونکي بیا وایي، چې که د هبت الله څرګندونو سره د نورو طالبانو د مخالفت ادعا رېښتینې وي، دوی باید له هبت الله څخه خپله لاره جلا او پر وړاندې یې ودریږي.

5 COMMENTS

  1. تف ستا ښځه د کوني وغیم دا دهغو اشخاصو کار دی چې په کوچنیوالي کې یې بکارت مات شوی وی او په لویوالي کې عقده یې مریض وي او خوشې غول خوري !!

  2. دغه ملا خبیث هم باید په عام محضر کې اعدام شي چې د افغانستان له خلکو پټ ګرځي ، په حقیقت کې کوم پنجابی کرنیل دی ، لکه کرنیل امام او یا حمیدګل د پنجشیریانو امام.

  3. شته او شنه واقعیتونه خو دا ښئی چی طالبان او امریکائیان هیڅکله یو د بل سره نه دی جنګیدلی بلکه دواړه د عام وولس په وړاندی جنګیدلی دی بناً ملا هایبتولا ارغوندزاده دروغ وائی.

  4. شيخ هبت الله،
    ته او امارت/اسارت يې اصلاً د دا ډول درنو سزاو حق نه لري.
    علماء دا وايی او دا شرعي حکم دی چې هر هغه حکومت چې ولسي او قانوني مشروعيت ونه لري او له مشروع لارې راغلی نه وي او ولس ته د خدماتو په وړاندې کولو کې پاتې راغلی وي، نو اوسني واکمنان نه يوازې چې خلکو ته د خدماتو په وړاندې کولو کې پاتې راغلي دي، بلکې د هغوی هقه حقوق يې ترې هم سلب کړي او اخېستې دي لکه، له نجونو د زده کړې او له مېرمنو د کار حق او کار اهل کار ته نه سپارل او حکومت ټول له يوې څلمې مدرسه ده، نو دا ډول حکومتونه، نظامونه، رياستونه او يا هر ډول چې وي خلکو ته بايد له درنو سزاو ورکولو ډډه وکړي او حق نه لري چې خلک اشد مجازات کړي، لکه قصاص، د غرو غوڅول او داسې نورې درنې فزيکي سزاوې وروکړي.
    له دې اوتوبوتو دا ورته ښه ده چې هبت الله ولس ته راښکاره شي او وضاحت ورکړي چې دی ولې پټ دی؟
    ولې نورو اصولو او ساختارونو ته مخه نه کوي؟
    ولې ټاکنې نه کوي؟
    ولې له يو مشروع حکومت ډاريږي؟
    ولې له يوې مشروع پروسې له ليارې حکومت ته نه راننه کيږي؟
    د دوی قضا له شرعي اصولو له مخې د اعتبار وړ نه ده. ښه دا ده چې ټول جرمي او حدودي ستونزې او احکامات اړونده ادارو ته رجوع شي او له يوې قانوني لارې مخته ولاړ شي.
    همداسې د محاکمو لپاره او محکمو لپاره خپل اړونده ځايونه شته او حقوقي مسايل بايډ پخپلږ اړونده ځايونو او مصؤونيت کې تر سره شي او اوسنيو واکمنانو ته مناسبه او په کار نه ده چې دا ډول سزاوې په عام محضر کې تر سره شي.
    او د سنګسار مسآله کې هم احتياط په کار ده او دا د پېغمبر عليه السلام په وخت کې تنها څلور داسې پېښې شوي چې مرتکبينو خپله راغلي او له هغه مبارک يې شخصًا غوښتنه کړې چې ما پاک کړي او دا څلور پېښې په بېلابېلو وختونو کې شوي نه پر يوځای او له هغې راوروسته داسې پېښه بيا نه ده تر سره شوې. راشده خليفه ګانو، صحابه وو، تابعينو او تبعې تابيعينو يو هم دا کار نه دی کړی، نو اوسني واکمنان يې ولې کوي؟
    د افغانستان په قوانينو کې د دې سمون شوی او له سنګسار څخه ډډه شوې او سنګسار پر ځای نورې بديلې لارې ولټول شي او له دې کار بايد جډي ډډه وشي. اصلاً موږ اوس په نصوصو کې داسې کارونه او کړنه نه لرو.
    همداسې دوی باندې تور دی چې دوی خپلو کسانو ته سزا نه ورکوي او نورو ته شرعي سزاوې غواړي.
    هېچا ته د دې اجازه نشته چې له محاکمو او اړونده زندانونو پرته په عام محضر کې څوک په دُرو ووهل شي او پرې د سنګسار حکم پلی شي. دا چې طالب يې کوي، نو عواقب يې د دوی پر غاړه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب