Homeخبرونهپه نوي ډیلي کې له افغان سفارت څخه د هندي استازي لیدنه

په نوي ډیلي کې له افغان سفارت څخه د هندي استازي لیدنه

تاند (یکشنبه، د حمل ۵ مه) په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت چارواکو ویلي، چې د افغانستان، پاکستان او ایران لپاره د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت استازي جي پي سینگ له دغه سفارت څخه لیدنه کړې.

په ممبیي کې د افغانستان د پرځیدلي جمهوري نظام کونسله، ذکیه وردګ چې اوس د افغان سفارت سرپرستي هم کوي؛ په خپله ایکس یا ټویټر پاڼه کې د دې لیدنې پر مهال د دواړو هېوادونو پر اړیکو د خبرو خبر ورکړی.

سرچینې په دې اړه نور توضیحات نه دي ورکړي.

دا لیدنه په داسې مهال کیږي، چې څو ورځې مخکې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ، هند ته د سفر پر مهال له جي پي سینګ سره د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړې.

معلومه نه ده، چې هغوی دواړو څه سره وویل او اوس د هغو خبرو په دوام د افغانستان له سفارت څخه د جي پي سینګ لیدنه پر محور څرخېده.

څو میاشتې مخکې، په هندوستان کې د پرځیدلي جمهوري نظام سفیر فرید ماموندزي د افغان سفارت د تړلو اعلان وکړ او دلیل یې دوی سره د هند د دولت نه همکاري او په سفارت کې د طالبانو د رژیم د دیپلوماتانو د منلو لپاره ور اچول شوي فشارونه وګڼل.

د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت بیا دغه ادعا رد کړه او ویې ویل، چې افغان دیپلوماتان تر ډېره نورو هېوادونو ته کډوال شوي او دوی یې پر ځای د سفارت واګې د هند په نورو ښارونو کې افغان دیپلوماتانو ته سپارلي.

له دې سره، څارونکي باور لري چې هندوستان د خپلو ټاکنو له ترسره کېدو وروسته طالب رژیم ته د افغان سفارت د سپارلو لارې چارې مساعدې کړې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...