شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهیوه طالب چارواکي تایید کړه چې حکمتیار له خپل کوره ایستل شوی

یوه طالب چارواکي تایید کړه چې حکمتیار له خپل کوره ایستل شوی

تاند (دوشنبه، د حمل ۶ مه) راپورونه وايي چې طالب ځواکونو پرون (یکشنبه) حکمتیار له هغه کوره په زوره ایستلی چې د جمهوري نظام په مهال ورکړل شوی و.

د دې موضوع له افشا کېدو وروسته د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سلاکار انس حقاني وویل چې د حکمتیار د استوګنځي په اړه د عدلیې وزارت ځینې قانوني ملاحظې لرلې.

ده زیاته کړې چې حکمتیار ته د کورنیو چارو سرپرست وزیر، چې ده یې د نوم پر ځای «الحاج خلیفه صاحب» لیکلي، په خپل شخصي لګښت ځای برابر او هلته یې انتقال کړ.

ښاغلي انس حقاني منتقدانو ته په اشارې لیکلي چې نور دې خلک په دې شخوند نه وهي.

انس حقاني د هغو راپورونو په اړه څه نه دي ویلي چې د حکمتیار کور چا محاصره کړی و، د عدلیې وزارت ملاحظه څه وه او ولې یې هغه له خپله کوره په زوره وایست؟

ویل کېږي چې حقاني حکمتیار ته په وزیراکبرخان مېنه کې یو کور ورکړی دی.

ظاهراً عدلیې وزارت په دې خاطر حکمتیار له خپل کوره ایستلی چې ده ته د اشرف غني د حکومت له لوري ورکړل شوی کور دولتي و، خو دا څرګنده نه ده چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر کوم بل دولتي کور ورکړی او یا یې د دولت له بودجې کرایه ورکوي.

1 COMMENT

  1. ملایان د هر هغه جا د تحقیر نه خوند اخلي چې عشر و ذکات و صدقه و فديه يې نوش جان کړي نه وي. هههه… مجاهد ملت دې پوه وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب