Homeخبرونهواکمن رژیم: تر ۲ میلیون جریبه پورې ځمکه مو له غاصبانو را...

واکمن رژیم: تر ۲ میلیون جریبه پورې ځمکه مو له غاصبانو را خلاصه کړې

تاند (۲ شنبه، د حمل ۶ مه) د طالبانو د رژیم د عدلیې وزارت یوه مقام ملا احسان الله وثیق ادعا کړې، چې د دوی له بیا واک ته رسېدو سره تر ۲ میلیون جریبه پورې ځمکه د غاصبانو له منګولو ژغورل شوې ده.

نوموړی، چې د عدلیې وزارت د دولتي قضایاوو عمومي رئیس او د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون سکرتر دی؛ بلخ ولایت ته د یوه پلاوي په ملتیا د سفر پر مهال دا څرګندونې کړې دي.

د هغه په وینا، پر دې سربېره ۵۰۰ میلیونه افغانۍ، ۲۹ میلیونه ډالر او ۹ میلیونه یورو هم د دوی د رژیم لخوا راګرځول شوې او بیت المال ته سپارل شوي دي.

څو ورځې مخکې، د طالبانو د رژیم د عدلیې وزارت اړوند « د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون» په یوه اعلامیه کې د ځمکو غاصبانو ته خبرداری ورکړ، چې غصب شوې ځمکې خوشې کړي کنه په وینا یې جدي چلند به ورسره وشي.

له څه مودې راهیسې د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي تورن شوی و، چې د پرځیدلي جمهوري نظام د ولسي جرګې د یو شمېر غړو په ګډون یې ځینې سیاسي څېرې بندیان کړي.

د طالبانو ځینو منتقدانو ان داسې ادعاوې هم کړي، چې ښاغلی شرعي په عدلیې وزارت کې دننه شخصي زندان لري، خو د هغه دفتر دا څرګندونې رد کړې وې.

ځینې څارونکي د ځمکو د غصب پر وړاندې د طالبانو د رژیم کړنې په ټوله کې ستایي، خو ټینګار لري چې په دغو کړنو کې باید د شخصي سلیقو، عقدو او استفادو مخنیوی وشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...