شنبه, اپریل 27, 2024
Home+هالنډيان د غاټولو د ناروغیو پرضد له روباټه کار اخلي

هالنډيان د غاټولو د ناروغیو پرضد له روباټه کار اخلي

تاند- هالنډ هغه هیواد دی چې نورو هیوادونو ته ډیر ګلان صادروي. د دغه هیواد په ګلانو کې تر ټولو مشهور هالنډي غاټول دي. د هالنډ غاټول په وروستیو کې د راز راز ویروسونو له خطر سره مخامخ و. اوس هالنډیان د ویروسو د ځپلو لپاره له مصنوعي ذهانت څخه کار اخلي.

دوی یو روباټ جوړ کړی چې په مصنوعي ذهانت سمبال دی او د ویروسو په ځپلو کې خورا اغېزمن رول لوبوي.

دا روباټ (تنو) نومېږي او د خپل کار لپاره شپه او ورځ نه پېژني. ټوله وخت یې هالنډي غاټولو ته پام دی. ناروغ ګل پېژني او خپل خاوند ته یې ورښيي.

پخوا به کروندګرو ناروغ ګلان معلومول خو د هغوی تشخیص به ډېر دقیق نه و.

ښايي روباټ د بیې له کبله ډېر واره داره نه وي ځکه چې اوس یې بیه ۱۸۵ زره یورو ده خو که کروندګر یې په ارزښت ژر وپوهیږي او تولید یې ډېر شي، بیه به یې هم ټیټه شي.

1 COMMENT

  1. ایمونږ ملا غایب آخند یې په یوه دم چوف او کوف تداوي کوي . ربوټ ته حاجت نشته . دا هالندیان هم زور خلک دي .
    باید یادونه وکړو چې په هالندي ژبه کې د ډ غږ نشته .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب