شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهکابل کې پر دیپلوماتیکو مرکزونو د داعش د احتمالي برید په اړه...

کابل کې پر دیپلوماتیکو مرکزونو د داعش د احتمالي برید په اړه د واکمن رژیم غبرګون

تاند (۲ شنبه، د حمل ۶ مه) د طالبانو واکمن رژیم د نیویارک ټایمز ورځپاڼې هغه راپور رد کړ، چې وایي داعش ډله په کابل کې د چین، هند او ایران پر دیپلوماتیکو مرکزونو د برید تابیا لري.

د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه ویلي: «داعش په افغانستان کې په شدت سره د امنیتي ځواکونو تر څار لاندې دي. یعنې تعقیبوي یې او په شدت سره یې فعالیتونو ته متوجه یو. ان‌شاالله چې هغوی دومره وس نه‌لري چې په ډپيلوماټيکو ځایو کې کوم برید وکړي؛ ځکه ډپيلوماټيک ځایونه تر ځانګړي امنیت لاندې دي او هلته ځانګړي ځواکونه ګومارل شوي.»

سرچینه زیاتوي: د داعش ډلې خراسان څانګې په خپلو تازه تبلیغاتو کې د روسیې په پلازمېنه مسکو کې د خپل وروستي برید په اړه هم ځینې معلومات خپاره کړي او ویلي، چې دا برید په سوریه کې د داعش ډلې خلاف د روسیې د اقداماتو غچ و.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په کابل کې د روسیې د سفارت مخې ته د داعش ډلې او دغه راز په کابل کې د چینایانو پر یوه هوټل د دغې ډلې مخکینیو بریدونو ته هم اشاره کړې ده.

څو اوونۍ مخکې ځینو روسي رسنیو خبر ورکړ، چې په کابل کې یې د سفارت مخې ته یو ماین کشف شوی و، خو په اړه یې نور جزییات نه وو ورکړي.

په هماغه ورځ، چې د دغه ماین د کشف خبر خپور شوی و؛ په کابل کې د روسیې سفیر د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني سره هم لیدلي وو.

ګومان کیږي، چې په دې لیدنه کې د همدغه ماین د کشف په تړاو خبرې شوې وې.

کابل کې د روسیې د سفارت دروازې سره بم کشف شوی – تاند (taand.net)

مخکې دغه رژیم، د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ادرسه د خپریدونکو هغو راپورونو په ګډون بېلابېل راپورونه او څرګندونې چې په افغانستان کې د داعش ډلې د خطر زیاتیدو او پراختیا په اړه خپاره شوي، د دغې ډلې په پلوۍ تبلیغات ګڼلي او مخالفت یې ورسره ښودلی.

طالب چارواکو او ویاندویانو بیا- بیا ادعا کړې، چې په افغانستان کې یې داعش ډله تر ډېره حده ځپلې ده، خو یادې شوې ډلې تېره اوونۍ په کندهار کې د نوي کابل بانک ودانۍ مخې ته ځانمرګی برید وکړ، چې طالبانو او ملکیانو ته پکې درنه مرګ ژوبله واوښته.

د طالبانو ځینو تبلیغاتي رسنیو د برید تر شا، د پاکستاني استخباراتو د لاس لرلو ادعا کړې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب