شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهد اقتصادي ستونزو اوج؛ اسحاق ګیلاني هم له خپل وضعیته شکایت وکړ

د اقتصادي ستونزو اوج؛ اسحاق ګیلاني هم له خپل وضعیته شکایت وکړ

تاند (۲ شنبه، د حمل ۶ مه) په افغانستان کې د اقتصادي ناورین د شدت له خبرونو سره، کابل مېشتي طالب پلوه سیاستوال سید اسحاق ګیلاني هم د خپلې کورنۍ له اقتصادي وضعیت څخه شکایت وکړ.

نوموړی چې مخکې د افغانستان د ملي نهضت په نوم د یوه ګوند مشر او د پارلمان غړی پاتې شوی و؛ په یوه مرکه کې وویل چې د ده کورنۍ په سختۍ سره خپلې اړتیاوې تامینوي.

هغه د بېلګې په توګه وویل: یوه اوونۍ کیږي، چې موټر مې ولاړ دی او کور نه وتی نه یم، تر هغې چې کومه فاتحه یا ډېره مهمه خبره نه وي، له کوره نه وځم.

ګیلاني، چې د پرځیدلي جمهوري نظام له سرسختو منتقدانو څخه و، د واکمن رژیم لخوا پر ده او نورو غیر طالبو سیاسي څېرو او خلکو د قیوداتو د زیاتیدو شکایت هم وکړ.

سرچینې په دې تړاو نور جزییات ورنه کړل.

طالب چارواکي په مشخص ډول داسې څرګندونو ته غبرګون نه څرګندوي، خو په ټولیزه توګه د اقتصادي او بشري ناورین ادعاوې ردوي او ځینې وخت یې د تایید په صورت کې له جمهوري نظام څخه ورپاتې میراث تبلیغوي.

4 COMMENTS

  1. نو اسحاق ګېلانی ولی له اقتصاد نه سر ټکوی. دوباره دی د خپل نېکه زوړ کسب شروع کړی بېا اقتصاد ګوره چی څومره ښه کېږی. پخوانی کسب ېې لکه د پېرېانو شړل او قسم وذکول، تعوېزونه وېستل، د کورنېو شخړو هوارول ، د روزګار ښه کېدل او د مهربانۍ تعوېزونه او داسی نور.
    که ېې کابل کی کاروبار نه چلېږی نو پکتکا، هلمند، کندهار، غزنی او ارزګان کی ښه مشتری لری. ګل اغا شېرزی ېې هم ښه مرېد دی او مرسته ورسره کولی شی.

  2. دروغ وايي دا رذیل!
    ٧٠٠٠ جريبه ځمکه خو یی یوازې د ننګرهار د هډې د فارم یا کانال شاؤخوا کې غصب کړي وه، چي د فتانې ګیلاني په خبره د جهاد په غنيمت کي وروسیدلي وه، په وزیر اکبر خان او شيرپور کي یی چې څومنزله لوکس کورونه جوړ کړي ؤو هغه یی څه کړو؟
    د دې پاکستاني، انګریزي، عربي بغدادي پیرانو، لیوانو، جاسوسانو او کافرانو په خبرو باور مکوئ.

  3. پیر دی خپلې شکرانې یې هم بس دي دروغ وایي کمې غلاوې خو یې نه دي کړې چې دا بغدادي کورنۍ له دې وطنه ورک شي ښه دي

  4. له نیکونو او پلرونو د خوارو او غریبو په چرګانو، کوچو او شیدو لوی شو. ملت به وچه ډودۍ نلرله دوی به نعمتونه خوړل. اوس زښته ډیری ذخیری لری دوهم کور یعنی پاکستان کی خدای بلاشتمنی لری. هر ولایت کی غصب کړی جایدادونه شته هسی د امریکی په اشاره طالبانی رژیم بدناموی. ښه پوهیږی چی ملت وږی دی، نو راځه هسی د خلکو د فریب لپاره له فقر شکایت وکړو مشهور به شی. هغه ورځ مو هیره نده چی کابل ته د مجاهدینو د راتګ په دوهمه هفته یی زموږ ترمخی قلعه فتح الله کی د یوی خارجی موسسی له خوا چلیدونکی کلینیک چور، موټر یی ونیول او کور یی غصب کړ او دا ډول کارونه یی ټول افغا نستان کی وکړل. د اسلام نوم یی بدکړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب