Homeخبرونهپه افغانستان کې د توبرکلوز ناروغۍ زیاتوالی

په افغانستان کې د توبرکلوز ناروغۍ زیاتوالی

تاند (۲ شنبه، د حمل ۶ مه) د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د نري رنځ یا توبرکلوز ناروغۍ د پېښو د زیاتوالي خبر ورکړی.

د افغانستان لپاره د دغه سازمان ځایي چارواکي وايي تېر میلادي کال په افغانستان کې د نري رنځ یا تبرکلوز ۸۰زره پېښې ثبت شوي دي.

د یاد شوي سازمان له لوري په خپرو شویو معلوماتو کې د یوه متخصص ډاکټر نور آغا زاهد له قوله ویل شوي، چې د سږو او له سږو د باندې درد، پرله پسې ټوخله او بلغم، د اشتها نشتوالی، د وزن کمیدل او د شپې په یخنۍ کې هم د ناروغ خوله کېدل د توبرکلوز یا نري رنځ د ناروغۍ مهمې نښې دي.

د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې بیا تېر کال په افغانستان کې د نري رنځ د ۵۰زره پېښو د ثبت خبر ورکړی او وايي دغه ناروغي هر کال په افغانستان کې د زرګونو کسانو د مړینې سبب کېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان څانګه وايي په افغانستان کې یې د نري رنځ د تشخیص ۳۰۰۰ مرکزونه فعال دي.

روغتیايي سرچینو له دقیقو ارقامو پرته ویلي، چې د نري رنځ په ګډون د ډېرو ناروغیو پېښې په افغانستان کې په زیاتیدو دي، خو د درملنې لپاره یې امکانات ورځ تربلې کمیږي.

د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره، د نورو برخو تر څنګ په روغتیایي برخه کې هم له افغانستان سره د نړیوالو مرستندویانو مرستې د پام وړ کمې شوي، چې ویل کیږي د ډېرو خلکو ژوند یې خطر سره مخ کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...