شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهد پاکستان ایالتي حکومتونو ته ویل شوي چې د اسناد لرونکو کډوالو...

د پاکستان ایالتي حکومتونو ته ویل شوي چې د اسناد لرونکو کډوالو د ایستلو تابیا ونیسي

تاند (دوشنبه، د حمل ۶ مه) د پاکستان د کورنیو چارو وزارت صوبايي حکومتونو ته ویلي چې د کارډ لرونکو یا راجستر افغان کډوالو د ایستلو تابیا ونیسي.

د پاکستان د کورنیو چارو پخواني وزیر سرفراز بوګټي د تېر کال په اکتوبر کې ویلي و چې په لومړي پړاو کې به بې اسناده کډوال وایستل شي خو په بل پړاو کې اسناد لرونکي هم ایستل کېږي.

په وروستیو ورځو کې د پنجاب ایالت له مرکزي حکومت څخه د ټولو ثبت یا راجستر افغان کډوالو په اړه معلومات (ډاټا) وغوښتل څو د هغو پر اساس افغان کډوال وپېژني او له پنجاب ایالت څخه یې وباسي.

خو اوس د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، د خیبرپښتونخوا د کورنیو چارو وزیر مجید مروت ویلي چې د کارت لرونکو افغانانو د مېشتېدو د ځایونو پر نقشې یې کار پیل کړی دی او له روژې وروسته به دا پروسه لا چټګه شي.

ډان ورځپاڼې د مروت په قول ویلي چې د افغانانو د اوسیدو د ځایونو نقشه به د اپریل تر پایه بشپړه شي.

د کډوالو د حقونو ملاتړې منیزې کاکړ پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې ټولو ایالتي حکومتونو ته ویل شوي چې د افغان کډوالو د ایستلو دوهم پړاو پیل کړي.

پاکستان د تېر کال د سپټمبر په پای کې اعلان وکړ چې ټول بې اسناده افغان کډوال دې د اکتوبر تر پایه ووځي کنې وبه نیول شي او په زوره به وایستل شي خو مخکې تر دې چې یاده موده پوره شي، پاکستاني پولیسو هره ورځ افغان کډوال نیول، ځورول، پیسې یې ورڅخه اخیستې، او بیا یې په زوره بې له دې چې د کور وسایل ورسره راوړي، افغانستان ته راستول.

د ملګروملتو پر اساس، پاکستان تر ۵ لکه ډېر افغان کډوال په دې توګه وایستل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب