شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهپه ۵۰ میلیونه ډالرو کابل کې د اوسپنې ویلي کولو د یوې...

په ۵۰ میلیونه ډالرو کابل کې د اوسپنې ویلي کولو د یوې فابریکې جوړېدل

تاند (دوشنبه، د حمل ۶ مه) په کابل کې د ۵۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د اوسپنې د ویلي کولو یوې فابریکې تازه خپل کار پيل کړ.

د فابریکې جوړوونکو ویلي، چې په دې فابریکه کې به تر ۲ زرو پورې کسانو ته د کار زمینه برابره کړي.

دوی دغه راز غوښتنه کړې، چې له بهرنیو هېوادونو د واردیدونکو ګول سیخونو پر واردېدو تعارفه لوړه او د دوی ملاتړ وکړي.

د برېښنا د کموالي د ستونزې حل او له صنعت کارانو څخه په عمومي ډول د واکمن رژیم ملاتړ د دوی نورې غوښتنې وې.

د طالبانو د رژیم د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر بیا په دې برخه کې د امکاناتو په نظر کې نیولو سره، د ملاتړ ډاډ ورکړی.

د دې فابریکې د پيل خبر داسې مهال ورکړل شوی، چې ورځ تر بلې له افغانستان څخه د طالبانو د افراطي قیوداتو او د اضافي مالیو د وضع کولو تر څنګ پر صنعت کارانو د نورو فشارونو له امله له هېواده د پانګې د وتو خبرونه ورکول کیږي.

طالب چارواکي بیا وایي، چې دوی صنعت کارانو او پانګوالو ته د کار ښې زمینې برابرې کړي او بهرنیان هم په افغانستان کې پانګونې ته لېواله شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب