جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهد غوره لیګ سیالیو په اړه د افغان کرکټ بورډ تدابیري غونډه

د غوره لیګ سیالیو په اړه د افغان کرکټ بورډ تدابیري غونډه

تاند ( شنبه، د حوت ۱۹ مه)  د افغانستان کرېکټ بورډ په نژدې راتلونکې کې د افغانستان غوره لیګ د دویم پړاو سیالیو د ترسره کېدو او په دې اړه د یوې تدابیري غونډې د ترسره کېدو خبر ورکړی.

کرکټ بورد په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې یاده غونډه د بورډ د رییس، میروېس اشرف په مشرۍ او د غړو په ګډون ترسره شوه.

  په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه ناسته کې د افغانستان غوره لیګ د دویم پړاو ترسراوي د ارزونې په موخه د ټاکل شوي پلاوي راپور ارزول شوی دی.

 خبرپاڼه زیاتوي، په ناسته کې د افغانستان شل اوریزه غوره لیګ لپاره د پانګوونکو شرکتونو د غوراوي بهیر په اړه هم خبرې شوي چې له دوه غوره شویو شرکتونو به یواځې یو شرکت د دغه لیګ د پانګوونکي شرکت په توګه غوره شي.

خبرپاڼې کاږلي چې په ناسته کې د کرېکټ بورډ اجراییوي رییس نصیب خان، په متحده عربي اماراتو کې د افغان سوداګرو ټولنې مشر، حاجي عبیدالله صدرخېل، د کاردان پوهنتون رییس احمد خالد حاتم، د کام ایر ګروپ مشر زمري کامګار، الله داد نوري، خان جان الکوزي، رییس احمدزي او د یاد لیګ ارزونې لپاره د ټاکل شوي پلاوي غړو ګډون کړی و.

سرچینې د غونډې او ترسره کېدونکي لیګ په تړاو نور جزییات نه دي ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب