شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهد شخصي زندانونو په لرلو د واکمن رژیم د ځینو قومندانانو تورنېدل

د شخصي زندانونو په لرلو د واکمن رژیم د ځینو قومندانانو تورنېدل

تاند ( شنبه، د حوت ۱۹ مه) د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو یو ځانګړی راپور ورکوونکی د کابل د رژیم یو شمېر قومندانان د شخصي زندانونو په لرلو تورنوي او وايي، له بندیانو سره تر ټولو ناوړه چلند په همدې زندانونو کې کېږي.

ریچارډ بینېټ چې د افغانستان د بشري حقونو له وضعیت څخه ملګرو ملتونو ته څارنه کوي، په یوه تازه مرکه کې ویلي چې تراوسه یې په کابل، کندهار او بامیان ولایتونو کې د طالبانو تر ادارې لاندې درې زندانونه لیدلي دي.

هغه زیاته کړه، یو شمېر نور زندانونه شته چې د طالبانو استخبارات یې اداره کوي او ځینې نور بیا د طالبانو د قوماندانانو شخصي زندانونه دي.

بینېټ زیاتوي چې ده ته له دې زندانونو د لیدنې اجازه نه ده ورکړل شوې، خو په دې اړه راپورونه یې له هغو کسانو ترلاسه کړي چې په دې زندانونو کې یې وخت تېر کړی دی.

د طالبانو چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دوی تر دې مخکې د ناقانونه کړنو او بندیانو سره د ناوړه چلند ادعاوې یو مخ رد کړي او ویلي، چې د هیچا حقونه یې نه دي پایمال کړي.

دا لومړی ځل دی، چې د طالبانو قومندانان له بیا واکمنیدو وروسته د شخصي زندانونو په لرلو تورنیږي.

له ریچارډ بېنټ پرته، نورو څارونکو مراجعو او څېرو په دې اړه تر اوسه کومه ادعا نه وه کړې.

5 COMMENTS

  1. دا ریچارد بینت هغه د حرامونی زوی ده چی بل نشته دایمې د افغانستان په اړه دروغ او بی بنسټه راپورونه ورکړې که دا د بی حيثیته زوی انسان واې نو هغه شل کلونو کښی چی هر لندغر زندانونه درلودل او هيڅ یو وکړې ارامه ژوند نه درلود دا دخبیث زړی چیری وه چې اوس دا بی مسووله او پروپاګنده خبری کوې

    • ښاغلی بینټ خو کم شخصی زندانونه یاد کړي. د شخصی زندانونو شمیره تر دي هم لوړه دي. د ترلیبانو یو ړوند او جاهل پلوۍ مبین هم شخصی زندان درلود. دا چې دا ترلیب دا غټ شنه خ . . .هر یو شخصی زندانونه لري او ثابته دي

  2. دا سمه ده چه کله شمالی لنډغرو د امریکا په زور حکومت ونیولو، یونس قانونی پکی د کورنیو چارو وزیر وه او شخصی زندان یی درلود.
    د یونس قانونی دغه شخصی زندان فقط د ملکی خلکو (د پښتنو د شکنجی او قتلولو) په خاطر جوړ شوی وه.

    کله چه خبره مطبوعاتو ته ښکاره شوه. حامد کرزی د یونس قانونی څخه پوښتنه وکړه چه دغه شخصی زندان دیی ولی جوړ کړی؟ قانونی منکر شو او دغه زندان یی په امریکایانو ورواړولو. کله چه د امریکایانو څخه پوښتنه وشوه هغوی وویل چه دغه زندان د یونس قانونی په امر جوړ شویدی او ساتونکی یی هم ټول پنجشیریان دی. په دغه وخت کی به د کابل په ښار کی ډیريي پښتانه ورکیدل. داسی ویل کیږی چه د امریکایانو او کرزی په مشوره یونس قانونی بیا د دغه چوکۍ څخه منفک شو.
    دغه خبر په هماغه وخت کی د بی بی سی راډیو څخه نشر شویدی.

    دا چه اوس ریچارد بینت د شخصی زندان خبره کوی دا ماته د حقیقت څخه ځکه لري ښکاری چه طالیبان دغه ډول زندانونو ته ضرورت نلری. ځکه طالیبان هر څه په ښکاره کوی، او د نیاوال یی هم اوری او هم ورته ګوری. دوه جمعی دمخه یی په ښکاره اعلان وکړه او دوه تنه یی د غزنی ولایت د علي لالا سیمې د فوټبال په لوبغالي کې اعدام کړل، همداسی په لغمان او جوزجان کی.

    • د طالب د انصاف تله د انسانانو د سرونو په ریبلو ، غلامي، ظلم او استبداد پر محور څرخیږي. شخصي زندانونه ، انسانانو حلالول، او اخلاقي رکود خو ډیره کوچنې خبره دي.

  3. هر هغه افغان ولو که په هره پلمه وي او د ملت پر ځاې د ترلیب، مجاهلانو، د لینین پرکټیو او د جمهوریت د قطع الطریقانو غلو ملاتړ کوي په واقعیت کې د افغانستان دښمانان او د جهل او تیارو ملګري دي. دا ټول خاینین د خاموشه اکثریت له بیوسې ګټه پورته کوي او د هغوې پر سر معامله کوي. د شخصي تمایلاتو پر ځاې د ملت د بې وسه او خاموشه اکثریت ملاتړ د افغانستان په ګټه دي. د هیبتې ځناورو په ګډون دا ټول پورته یاد سوي خاینین ازمایل سوي او د ملت په یاداشت کې د سوو مورو حیثیت لري. نور هغه وخت را رسیدلي چې خپل وجدان ته ټکان ورکړي او د ملت په ګټه خپل سلیم ماغزه په کار واچوي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب