شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهکاناډ ته د څه باندې ۳ سوو نورو افغان پناه غوښتونکو لېږد

کاناډ ته د څه باندې ۳ سوو نورو افغان پناه غوښتونکو لېږد

تاند ( شنبه، د حوت ۱۹ مه) له پاکستانه، د افغان پناه غوښتونکو د لېږد په دوام د کاناډا د کډوالۍ، تابعیت او پناه غوښتنې ادارې ویلي چې پرون (جمعه د مارچ اتمه) یې له دغه هېواده په یوه چارټر الوتکه کې ۳۳۳ تنه افغان کډوال  لېږدولي دي.

د یادې شوې ادارې پر اېکس یا پخواني ټویټر پاڼه راغلي چې کاناډا د خپلې موخې سره سم ۴۰ زره زیانمنو افغانانو ته پناه ورکړې او په خبره یې پر شرایطو برابرو نورو افغانانو د قضیو د څېړنې بهیر روان دی.

سرچینې د لېږدول شویو کسانو په تړاو نور جزییات نه دي ورکړي.

کاناډا معمولاً د بشري او ښخینه حقونو د مدافعانو، خبریالانو، هم جنس پالو او  نورو خطر سره مخامخو قشرونو په نوم افغان پناه غوښتونکي دغه هېواد ته لېږدوي.

د دغه هېواد د پناه ورکولو پر بهیر نیوکې هم شته او ادعا کیږي، چې تر ډېره قومي اقلیتونو ته په پناه ورکولو کې لومړیتوب ورکوي.

دا نیوکه، پر نورو هېوادونو هم موجوده ده.

په افغانستان کې واکمن طالب رژیم بیا دا ادعاوې تل رد کړي، چې ګواکې د دوی له بیا واکمنیدو سره افغانستان د دوی مخالفانو او د بېلابېلو قشرونو فعالانو ته خطرناک شوی.

دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان، ایران، تاجکستان او یو شمېر نورو سیمه ییزو هېوادونو کې سلګونه زره افغانان چې په افغانستان کې له خطر سره د مخامخوالي ادعا لري، بېلابېلو هېوادونو ته د پناه وړلو په تمه له میاشتو او کلونو راهیسې انتظار باسي.

دوی له بېلابېلو اقتصادي او ټولنیزو ستونزو او هم د کوربه هېوادونو له ناوړه چلند او قیوداتو شکایتونه لري.

1 COMMENT

  1. د جمهوریت د ړنګیدو وروسته امریکا، ناتو، استرالیا او ځینی د دوی ملګری هیوادونه پدی کوشش کی دی چه افغانان د خپل وطن څخه د باندی وباسی.
    په تیره بیا هغه افغانان چه اکثریت یی ښی زده کړی لری او اکثریت یی غیر پښتانه دی.
    نه پوهیږم چه دغه مملکتونه ولی داسی کوی؟

    آیا د دیی معنآ دا نده چه افغانستان یی د تل لپاره ملایانو ته پریښوده؟
    آیا د دیی معنا دا نده چه دغه ملکونه نور د افغانانو د راتلونکی حکومت په قیصه کی نه دی؟ لکه (د سولی او پخلاینی خبری، په همدغه حکومت کی د غیر ملایانو او یا مسلکی خلکو مقررول لکه په وزارتخانو کی، همداسی بله کومه بدیله لار چه په حکومت کی ټول خلک برخه ولری، او یا د اوسنی حکومت په باره کی بل اقدام).؟؟؟؟؟
    که خارج ته د افغانانو د پناه غوښتونکو لېږد او لړیی همداسی ادامه ولری آیا پایلی به یی زمونږ د وطن لپاره ډیری خطرناکی وی؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی