پنجشنبه, مې 9, 2024
Homeخبرونهپه افغانستان کې د کاسا زر پروژې د چارو د بیا پيل...

په افغانستان کې د کاسا زر پروژې د چارو د بیا پيل تړون لاسلیک شو

  تاند ( شنبه، د حوت ۱۹ مه) د طالبانو د رژیم چارواکي وایي، چې نړیوال بانک له دوه کلن ځنډ وروسته په افغانستان کې د کاسا زر په نوم د برېښنا د لېږد پروژې چارې بیرته له سره پيلوي.

د طالبانو يه یوه اعلامیه کې راغلي، چې دا پروژه د  برېښنا شرکت په هڅو او د سیمې هېوادونو په همکارۍ د نړیوال بانک له لورې بیا پیلېږي.

له قرغیزستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان ته د برېښنا انرژۍ لېږد تر ټولو سترې پروژې (کاسا۱۰۰۰) بیا پيل په اړه د ترکیې په استانبول ښار کې د نړیوال بانک، د طالبانو رژیم، قرغیزستان, تاجکستان او پاکستان استازو تر منځ ګډه ناسته شوې.

دا ناسته چې د مارچ په ۷مه او ۸ مه وشوه د افغانستان برېښنا شرکت استازي هم پکې ګډون کړی وو او د برېښنا انرژۍ سوداګرۍ سیمییز نښلون دې سترې پروژې بیا پيل ته یې بشپړ چمتو والی ښودلی.

د کاسا ۱۰۰۰ پروژې تاسیسات به په افغانستان کې د ۵۸۰ کېلومترو په اوږدوالي د  کندوز له شیر خان بندر څخه د ننګرهار تر طورخم پورې بشپړیږي.

ټاکل شوې له دوو کلونو ځنډ وروسته د برېښنا لېږد دا ستره پروژه د نړیوال بانک په مالي ملاتړ بیاځلې د ۱۴۰۳ لمربز کال غويي/ثور میاشت کې بیا پيل او د ۱۴۰۴ لمریز کال پای کې بشپړه شي.

ددې پروژې چارې د نړیوال بانک له لورې د سیمې هېوادونو په غوښتنه او په افغانستان کې د طالبانو د رژیم له لورې د چمتووالي او بشپړو شرایطو او ډاډمنتیا ښودلو سره بیا پيلیږي.

د کاسا زر پروژې چارې د طالبانو له بیا واکمنیدو سره درېدلې وې.
دا پروژه که تطبیق شي، افغانستان ته هر کال لسګونه میلیونه ډالره ګټه، لسګونه میګاواټه برېښنا او سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابرولی شي.

1 COMMENT

  1. د تورخم کلمه خو سل سلنه پښتو کلیمه ده ، نو ولې په ط لیکل شوېده . که مونږ د پنجابیانو پېښې او تقلید کوو ، بیا به دا پاتې ژبه هم میراث شي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب