شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهکاناډا طالبانو ته د افغان سفارت د سپارلو غوښتنه رد کړه

کاناډا طالبانو ته د افغان سفارت د سپارلو غوښتنه رد کړه

تاند (سې شنبې د حوت ۸ مه) کاناډایي رسنیو ویلي، چې دغه هېواد د طالبانو رژیم ته د افغانستان د سفارت د سپارلو غوښتنه رد کړې ده.

د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند جیسون گونگ له قوله ویل شوي، چې په دې اړه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یو لیک ور لېږلی او دوی ته یې د افغان سفارت د سپارلو غوښتنه کړې ده.

سرچینې ویلي، چې دوی د طالبانو لیک ته ځواب نه دی ورکړی؛ ځکه کاناډا دغه رژیم په رسمیت نه پېژني.

تر دې مخکې له طالبانو سره د کاناډا د دیپلوماتیکو اړیکو د پيل وړاندوېنې شوې وې.

په کابل کې د کاناډا یوه پخواني سفیر عارف لالاني غوښتنه کړې وه، چې له افغانستان سره د بشري مرستو لپاره دې کاناډا په کابل کې خپل دیپلوماتیک حضور پيل کړي.

په بهرنیو هېوادونو کې شاوخوا شل افغان سفارتونه دمګړۍ د طالبانو رژيم سره تعامل لري او ځینو بهرنیو هېوادونو افغان دیپلوماتیک مرکزونه د طالبانو رژیم ته سپارلي او د دوی دیپلوماتان یې منلي دي.

له دې سره، د نړۍ هیڅ کوم هېواد تر اوسه د طالبانو رژیم په رسمیت نه دی پېژندلی.

طالبانو، دوی ته د کاناډا لخوا د افغان سفارت د نه سپارل کېدو خبر ته غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې یې له ټولو هېوادونو غوښتي چې افغان سفارتونه او کونسلګرۍ دوی ته وسپاري او د دوی دیپلوماتان ومني.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب