Homeخبرونهافغانستان ته د نوي ځانګړي استازي پر ټاکلو د ملګرو ملتونو ټینګار

افغانستان ته د نوي ځانګړي استازي پر ټاکلو د ملګرو ملتونو ټینګار

تاند (سې شنبې د حوت ۸ مه) سره له دې چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا بېګانۍ غونډه بې پایلې ترسره شوې ښکاري، خو د ملګرو ملتونو سرمنشي ویاند سټېفېن ډوجارک ټینکار کوي، چې  د افغانستان لپاره د دغه سازمان د نوي ځانګړي استازي د ټاکلو بهیر لا هم روان دی.

د نوموړي په وینا، د دغه استازي په ټاکل کېدو سره به یې نوم په ډاګه کړي.

ښاغلي ډوجارک چې یو خبري کفرانس ته خبرې کولې، ویلي چې د ځانګړي استازي موضوع په جدي توګه څارل کیږي.

هغه د افغانستان په اړه د امنیت شوار د تېرې شپې ناستې په هکله ویلي، چې یادې شورا ته د دوحې دویمې غونډې راپور د سولې او سیاسي چارو په برخو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې روزمیري ډي کارلو لخوا وړاندې شو.

نوموړي نه دي روښانه کړي، چې په دغه راپور کې د امنیت شورا غړو ته څه ویل شوي؟

سټېفېن ډوجارک په افغانستان کې د وروستیو اعدامونو پېښو په اړه ویلي چې ملګري ملتونه د مرګ سزا مخالفت ته ادامه ورکوي او په عام محضر کې یې دا ډول وژل «بد» یاد کړي دي.

په ورته وخت کې د امنیت شورا ۱۱ غړو هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې د طالبانو پر رژیم غږ کړی، چې د دوی په وینا د افغان ښځو پر وړاندې سیستماتیک تبعیض پای ته ورسوي او حقونه یې خوندي کړي.

طالبانو د ملګرو ملتونو د ویاند څرګندونو او دغه راز د امنیت شورا د ۱۱ غړو هېوادونو اعلامیې ته غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې یې هم د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د نوي استازي د ټاکلو مخالفت کړی او هم یې د قصاص په نوم د خپلو مجازاتو ننګه کړې او ویلي، چې له دې سره د دوی په باور د « اسلامي شریعت» احکام عملي کوي.

1 COMMENT

  1. ملل متحد یعنې امریکا او دامریکا لاسپوسې دملګرو ملتونو استازې یعنې د وخت ضایع کول او د امریکا هدف سر ته رسول ملګری ملتونه باید د فلسطین د جینوساید ځواب ګویې ووسې افغانستان امن ده او همدا ملل متحد ده چی د افغانستان د پرمختګ خنډ ګرځې او غواړې بیا غله لنډغر قاتلین او اختطاف چیان افغانستان ته راولې مونږ د ملل متحد د نماینده ګانو استازولی ولیده چې سرنګه یې افغانستان په کنډوالو بدل کړ اخضر ابراهیمی بنان سوان محمود مستری بی واکه ککرې چی صرف د مملکتونو چکر واهه او د امریکا مردار دالر یې مصرفه ول د افغانستان هیڅ درد یې دوا نکړو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...