شنبه, مې 4, 2024
Home+د ناسا څرخکه په مریخ کې

د ناسا څرخکه په مریخ کې

تاند- مریخ ته د انټلجنس په نوم د ناسا استول شوې څرخکه، چې څه موده پخوا له کاره ولوېده، په دې حالت کې پر مځکه ناسته ده.

ناسا دا څرخکه د ۲۰۲۱ د فبرورۍ په اتلسمه د انسایټ (Insight) ستوربیړۍ په وسیله د مریخ (Jezero Crater) نومې سیمې ته ولیږله.

ناسا د جنورۍ په ۱۸ مه وویل چې د انتلجنس په نوم څرخکه یې پر مځکه د کلکې ناستې له کبله له کاره لوېدلې ده.

له مریخ څخه د ستوربیړۍ له لوري په تاره راستول شویو عکسونو کې انټلجنس لیدل کېږي چې پر مځکه ولاړه ده.

له دې عکسه د فضايي علومو څېړونکو ته څرګندېږي چې د هیلي کوپتر له څلورو تیرو خواوو لږترلږه یوه څوکه یې پر مځکه د لګېدو له کبله ماته شوې ده.

د ناسا دا څرخکه، چې لومړنۍ هیلي کوپتر ده چې انسان یې مریخ ته لېږي یو کیلو او ۸۰۰ ګرامه وزن لري.

دا حرخکه څو ځلي په مریخ کې له تخنیکي ستونزو سره مخامخ شوه خو بېرته ترمیم او فعاله شوه.

5 COMMENTS

  1. مریخ ته د انټلجنس په نوم د ناسا استول شوې څرخکی دغه عکس د کوم ځای څخه واخستل شو؟

    ځکه زمونږ د ځمکی سطحه د مریخ څخه 333 میلون کیلو میتره فاصله لری، او د ناسا ستیشن په فضآ کی د ځمکی څخه 430 کیلو میتره فاصله او د مریخ څخه 332 میلون او 999870 کیلومتره فاصله لری. چه د فاصلی په کتو نه ناسا او نه ځمکه دغه عکس اخستلای شی؟
    که ساینسدانان ووایی چه د څرخکی د کمری څخه عکس اخستل شوی او مونږ ته رالیږل شوی، دا ځواب هم مشکوک دی. ځکه عکس د لمرد سوري په اساس مونږ وینو، چه د څرخکی د پاسنی خوا څخه په څو میتری کی اخستل شوی. داسی وخت کی چه د لمر سترګه د څرخکی د پاسه موقیعت لری، ځکه د څرخکی د سیوری څخه معلومیږی چه لمر د څرخکی په سر ولاړ دی. او شاوخوا د دشتی ساحه هم معلومیږی.
    زما سوال دادی که ساینسدانانو د ځمکی څخه د مریخ دا ډول د څرخکی عکسونه اخستلای شوای، نو بیا خو ضرورت نه وه چه څرخکه د مریخ د عکسونو لپاره واستوی؟
    بل دا چه د څرخکی ټول سیستم د شدیدی ضربی له امله دا ځلی فلج دی. او کومه بله مصنوعی سپوږمۍ یا ستلایت هم په مریخ کی نشته.
    نو اوس دغه عکس د کومه شو؟
    که کوم ښاغلی ورور ته معلومات وی، او زما د دغه سوال په هکله معلومات راکړی دابه یی انسانی او علمی مرسته وی.
    مننه

    • عکس د انسایټ په نوم ستوربیړۍ اخیستی دی. مخکیني عکسونه هم ستوربیړۍ اخیستي و
      که څه هم په دوهمه کرښه کې د انسایټ یادونه شوې خوباید یادونه مو کړې وه

  2. د تاند محترمی اداری څخه مننه
    آیا د انسایټ ستور بیړۍ اوس په مریخ کی موقیعت لری او که په ناسا کی؟
    په درناوی

    • ستوربیړۍ همالته ده او غالباً تر څو چې کار ورکوي، همالته به وي، مځکې ته به عکسونه اونور معلومات رالیږي

  3. زموږه ملایانو به ویل چې سپوږمۍ ته سفر ناممکن دي ځکه چې اسمان د مسو بام دي او…. داسې نور د ماشومانو خبرې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب