شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهمجاهد: د امنیت شورا بېګانۍ غونډه بې پایلې وه

مجاهد: د امنیت شورا بېګانۍ غونډه بې پایلې وه

تاند (سې شنبې د حوت ۸ مه) په کابل کې د طالبانو واکمن رژیم، د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا بېګانۍ غونډې ته په غبرګون کې ویلي، چې دا غونډې بې پایلې وه.

دا خبره، د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد کړې او زیاته کړې یې ده، چې په دې غونډه کې د افغانستان په د نظر یووالی نه و موجود.

د ده په وینا، ځینې هېوادونه هڅه کوي چې نور موضوعات لوی او واړه او دا غونډه پایله لرونکي وښيي.

له دغې غونډې اصلي موخه دا وه، چې د امنیت شورا غړي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د نوي ځانګړي استازي پر ټاکلو سلا کړي، خو داسې ښکاري چې د بندو دروازو تر شا بحثونو په دې اړه پایله نه ده ورکړې.

د ملګرو ملتونو سرمنشي ویاند سټېفېن ډوجارک ټینکار کوي، چې  د افغانستان لپاره د دغه سازمان د نوي ځانګړي استازي د ټاکلو بهیر لا هم روان دی.

د نوموړي په وینا، د دغه استازي په ټاکل کېدو سره به یې نوم په ډاګه کړي.

ښاغلي ډوجارک چې یو خبري کفرانس ته خبرې کولې، ویلي چې د ځانګړي استازي موضوع په جدي توګه څارل کیږي.

په ورته وخت کې د امنیت شورا ۱۱ غړو هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې د طالبانو پر رژیم غږ کړی، چې د دوی په وینا د افغان ښځو پر وړاندې سیستماتیک تبعیض پای ته ورسوي او حقونه یې خوندي کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب